ترکیې د جرمني پر خلاف سخت غبرګون وښود
په ترکیه کې د جرمني پر خلاف غبرګونونه دوام لري
ترکیې په انقره کې د جرمني سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.
ترکیې د جرمني لخوا په نوموړي هیواد کې د ترکیې د عدلیې وزیر باقر بوداغ او د اقتصاد وزیر نیهات زیبکچي په ګډون د جوړیدونکې لویې غونډې د لغوه کولو په غبرګون کې په انقره کې د جرمني سفیر مارتین ایردمان د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.
د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت اروپايي ټولنې سره د اړیکو د چارو د سلاکار مرستیال محمد کمال بوزای د جرمني سفیر ته د ترکیې غبرګون څرګند کړ.
د جرمني سفیر ته وویل شول چې د یو هیواد د دوو وزیرانو په خاطر د جوړیدونکي غونډې لغوه کول د دیموکراسۍ ، حقوقو او وینا د ازادۍ سره په ټکر کې چلند دی.
د یادولو وړ ده چې جرمني په نوموړي هیواد کې لسګونو زرو تنو میشتو ترکانو په ګډون جوړیدونکې غونډه چې په پام کې وه د ترکیې د عدلیې وزیر هم پکې وینا وکړي لغوه کړه.
د ترکیې د عدلیې وزیر د جرمني د هیواد ددې چلند په غبرګون کې د نوموړي هیواد د عدلیې وزیر په ګډون د ځینو چارواکیو سره پلان کړې لیدنې لغوه کړې.
هغه د فرانسې د سترازبورګ په ښار کې خبریالانو ته وویل ، هغه هیواد چې هر فرصت کې ځان د ډیموکراسۍ، بشري حقونو، حقوقو پلي کیدو او وینا ازادۍ دفاع کوونکی ، پدې برخه کې تل په نورو نیوکې کوي خو له بده مرغه چې په نوموړي هیواد کې د میشتو ترکانو یوه غونډه هم زغملی نشي. د جرمني دا چلند په هیڅډول د منلو وړ ندی. جرمني چې په هر فرصت کې د پې کاکا ترهګریز سازمان پلویانو او مشرانو ته د غونډو جوړولو زمینه برابروي، د ترهګریز سازمان مشرانو ته د ویدیو کنفرانس له لارې د خپلو پلویانو سره د لیدنې فرصت برابروي د یو مشروع دولت د وزیرانو د غونډې مخه نیسي.
هغه وویل چې د جرمني لخوا دا ضد ډیموکراتیک چلند ددوی لپاره د منلو وړ ندی.
د ترکیې د اروپايي ټولنې د چارو وزیر عمر چلیک هم د جرمني پدې چلند سخته نیوکه وکړه. هغه د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي « د جرمني سره د ډيموکراسۍ او حقوقو په څیر ګډ ارزښتونه لرو. همداشان د نورو نه هم دې ارزښتونو ته د درناوي هیله لرو. د یو دولت لخوا خپلو هیوادوالو ته معلومات ورکول دیموکراتیک حق دی. ددې حق پر وړاندې خنډونه جوړول د دیموکراسۍ ضد چلند دی.»
هغه ویلي دي هغه اډیالوژۍ چې انسانان د یو بل نه جلا کوي هغوې د برلین په څیر دیوارونه جوړوي.
هغه ویلي دي چې د جرمني لخوا دا ډول چلند د نوموړي هیواد لپاره ستره ماته او د توکم پالو او افراطیانو لپاره ستر بری دی.
همداشان د ترکیې د ولسمشر ویاند ابراهیم قالن هم د جرمني د هیواد دا اقدام په کلکه توګه وغنده.
هغه وویل جرمني چې په هر فرصت کې ترکیې ته د ډیموکراسۍ او وینا ازادۍ په برخه کې د درسو ورکولو هڅه کوي نن يي خپله اصلي څیره ټولې نړۍ ته په ډاګه کړه.
د جرمني دا چلند چې د پې کاکا او فتح الله ګولن ترهګریزو سازمانونو ته يي غیږ پرانیستې ده او د یو مشروع حکومت د غړیو پر وړاندې خنډونه جوړوي د اروپا د راتلونکې له پلوه د اندیښنې وړ خبره ده .