د ترکیې  د ادیامان  ولایت  زورورې زلزلې  ولړزو.

په ادیامان ولایت کې زوروره زلزله رامنځته شوه

683599
د ترکیې  د ادیامان  ولایت  زورورې زلزلې  ولړزو.

د ترکیې  د ادیامان  ولایت  زورورې زلزلې  ولړزو.

د ادیامان  ولایت  د سام سات  په ولسوالۍ کې  د ریښتر په کچه  د ۵ عشاریه ۵ په لویوالي سره زوروره  زلزله  رامنځته شوه.

د زلزلې  له امله  ګڼ شمیر کورونو  ته  زیان رسیدلی دی. زلزلې  تر ۳۰ ډیر کسان  ټپیان کړي دي.

د یاد شوي ولایت والي  عبدالله اراین خبري رسنیو ته وویل چې  «  په سام سات ولسوالۍ کې  د زلزلې له امله  د رامنځته شوو زیانونو د تثبیت په چارو پيل شوی دی. تر اوسه پورې  تر ۳۰ ډیر هیوادوال چې د زلزلې له امله  ټپیان شوي دي روغتونونو ته انتقال او د درملنې لاندې  نیول شوي دي. د الله په فضل کې  چې تر اوسه پدې پيښه کې چا  ژوند د لاسه ندی ورکړی. »

هغه  زیاته کړه چې  زلزلې  تر ټولو زیات د سام سات ولسوالۍ د تاش کویو  او اقدامار  کلو ته  زیان  رسولی دی . سیمې ته  مالي زیانونه اوښتي دي  چې انشاالله هر څه ژر به د دولت لخوا  ورغول شي. هغه وویل چې زلزله  پرون مازیګر په ساعتونو کې رامنځته شوه  او ټکانونو يي دوام درلود.

د شپې هم  څو ټکانونه  رامنځته شول. 

والي ویلي دي چې  سیمې ته  د بیړنيو حالاتو او ناورین ادارې سربیره  د سرې میاشتې ډلې هم  رسیدلي دي. په زلزله ځپلو  باندې  خیمې او کمپلې ویشل شوي دي.

زلزله ځپلو هیوادوالو ته  هر ډول مرستې رسیدلي دي. د خساراتو د تثبیت چارې  دوام لري.


پيوندونه: #ترکیه , #زلزله

اړوند خبرونه