د جرمني په اړه د ترکېې د بهرنیو چارو د وزیر سخت غبرګون

د ترکیې  د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو  د جرمني لخوا د ترکانو د هغه غونډې د لغوه کولو  په اړه  سخت غبرګون وښود چې  تمه کیده  د ترکیې د عدلیې او اقتصاد وزیران پکې  وینا وکړي.

684036
د جرمني په اړه د ترکېې د بهرنیو چارو د وزیر سخت غبرګون

د ترکیې  د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو  د جرمني لخوا د ترکانو د هغه غونډې د لغوه کولو  په اړه  سخت غبرګون وښود چې  تمه کیده  د ترکیې د عدلیې او اقتصاد وزیران پکې  وینا وکړي.

چاووش اوغلو وویل چې  « د جرمني  دولت  دا مسله  په یو نورمال چلند بانې بدله کړې ده .»

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د هنګري د بهرنیو چارو وزیر او بهرنۍ سوداګرۍ د وزیر سره د لیدنې نه وروسته په خبري غونډه کې ګډون وکړ.

چاووش اوغلو  دلته  د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

هغه  د جرمني لخوا د هغه د ترکانو د غونډې د لغوه کولو چې  په پام کې وه د ترکیې د عدلیې وزیر ورته وینا وکړي  د پوښتنې په ځواب کې وویل ، د جرمني  دا چلند  هم د ډیموکراسۍ، هم  د وینا ازادۍ او هم  د ټولنیزو ازادیو او حقوقو سره په ټکر کی دی.

جرمني  چې  په هر فرصت کې  نورو ته  د ډیموکراسۍ او ازادۍ د بیان په برخه کې  د درس ورکولو هڅه کوي  او حتا  د نوموړې مسلې په بهانه  د یو زیات شمیر هیوادونو په کورنیو چارو کې مداخله کوي  دا ډول  چلند  ددې هیواد اصلي څیره  ټولو ته په ډاګه کړه . دې مسلې د جرمني  او لویدیځې نړۍ  دوه مخي  ښکاره کړه.

هغه زیاته کړه چې  دا لومړی ځل ندی چې جرمني دا ډول  چلند کوي. تیر کال هم  جرمني د ترکانو لویې غونډې ته  د جولای د ۱۵ مې کودتا په اړه د ویدیو کنفرانس له لارې د ولسمشر اردوغان  د وینا مخه نیولې وه. جرمني  د مشروع  حکومت پر وړانډې دا ډول  چلند کوي  او د پې کاکا او فتح الله ګولن ترهګریز سازمان پر وړانډې بیا  بل ډول چلند کوي. هغوې ته هر ډول امکانات او فرصتونه مهیا کوي . د پې کاکا مشرانو ته  د غرونو نه  دلته په جرمني کې د خپلو پلویانو سره  د ټیلی کنفرانس له طریقه  د اړیکو ټینګولو فرصت ورکوي.

یو حکومت چې ځان  د دیموکراسۍ او ازادۍ  دفاع کوونکی  بولي د یو هیواد مشروع او منتخب ولسمشر ته  د ټیلی کنفرانس  اجازه نه ورکوي  او ترهګرو ته  بیا  پخپله هر ډول امکانات جوړوي  دا د منلو وړ خبره نده.

هغه  وویل چې  پرته  د شکه  چې د جرمني سره  به ورته  چلند وشي.

هغه زیاته کړه چې  جرمني  تیره اوونۍ  په نوموړي هیواد کې د لومړي وزیر بنعلي ییلدرم  د غونډې پر وړاندې هم د خنډونو جوړولو هڅه کړې وه.

اوس  د جرمني  ښاروالیو په دول ډول بهانو  د ترکانو د غونډو په لغوه کولو پيل کړی دی . دا تصادف  ندی. دا د جرمني د دولت  سیاست  دی.

هغه په جرمني غږ وکړ چې  مجبور هستئ چې مونږ ته  ټول هغه حقونه  راکړۍ چې نورو ته ورکول کیږي. ترکیه  ستاسې د امر لاندې هیواد  ندی. تاسې د ترکیې بادارن  نه یاست.

تاسې  د ترکیې ته  د دویم  صنف  هیواد په څیر  معامله کولی نشئ. لکه څرنګه چې مونږ  تاسې  سره دا چلند نه کوو تاسې هم  زمونږ سره  د دا ډول  چلند حق نلرئ. .

هغه په جرمني  غږ وکړ چې  په هیواد کې د میشتو  ترکانو باندې  د دا ډول فشارونو سره  هغوې په ګونډو کولی نشئ. د دا ډول چلند سره  هیڅوخت  بریالي کیدلی نشئ.

هغه په جرمني غږ وکړ چې راځئ  په ګډه  او متقابل درناوي سره حرکت وکړو.

هغه په جرمني غږ وکړ  که چیرې غواړۍ چې زمونږ سره  په ګډه کار وکړۍ مجبور هستئ  سره  چې  متقابل درناوي په چوکاټ کې حرکت وکړئ.


پيوندونه: #ترکیه , #جرمني

اړوند خبرونه