جرمني د تركي ټولنې د يوې غونډې تحمل هم نه لري.
په جرمني كې هغه غونډه چې ټاكل شوې وه د تركيې د عدليې وزير په كې وينا واوري، ددې هېواد د مقاماتو لخوا لغوه شوه.
د تركيې د عدليې وزير بكر بوزداغ پدې اړه د سخت غبرګون د ښودلو په ترڅ كې وويل چې جرمني د تركي ټولنې د يوې غونډې تحمل هم نه لري. دا حالت په هېڅ ډول د منلو وړ نه دى.
بوزداغ چې اوسمهال د فرانسې د سترازبورګ په ښار كې دى وويل چې `` له بده مرغه د اړوند اداري پروسيچر او اجازې اخيستلو سره سره راته دا فرصت رانكړل شو چې هلته د هېوادوالو سره ليدنه وكړو. د جرمني مقامات چې په هر ممكن فرصت كې د بشري حقونو، ديموكراسۍ، د قانون د پلي كولو او د بيان د آزادۍ په اړه خبرې كوي او پدې برخه كې پر نورو تل نيوكې كوي خو د تركي تولنې د يوې غونډې تحمل بيا نه لري. دا حلت په هېڅ ډول د منلو وړ نه دى.``
د جرمني د ګاګېناو په ښار كې د لغوه شوې غونډې په اړه د عدليې وزير زياته كړه چې `` كه چېرې غونډې ته د تګ فرصت راكړل شوى واى نو د نوموړي هېواد د عدليې د وزير سره به مو هم ليدلي واى. خو له بده مرغه د ګېګناو په ښار كې زموږ غونډه لغوه شوه. د همدې امله مې د عدليې د وزير سره ليدنه هم رد كړه او تركيې ته ستنېږم.``
دا لومړى ځل نه دى چې جرمني مقامات د مختلفو بهانو سره د تركي مقاماتو غونډې لغوه كوي. ددې هېواد كولن په ښار كې د تركيې د اقتصاد د وزير نهاد زيبكچي پروګرام هم لغوه شوى وو.
د بله پلوه د اروپايي ټولنې په چارو كې د تركيې وزير عمر چيليك په جرمني د بكر بوزداغ د غونډې د لغوه كولو په غندلو سره څركنده كړه چې د جرمني سره د ديموكراسۍ او قانوني دولت په څېر ګډ ارزښتونه لرو. د جرمني مقامات ددې ارزښتونو درناوي ته رابولم. هېوادوالو ته معلومات وركول ديموكراتيك حق دى او ددې حق تر پښو كول د منلو وړ نه دى.``
د جرمني د بادېن – وورتمبرګ د ايالت د كاګېنا په ښار كې سيمه ايزو مقاماتو د غونډې د لغوه كولو په اړه وويل چې `` د موټرو د پارك د ځاى د نشتوالي`` له امله يې غونډه لغوه كړې ده.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان : د تورکیې لپاره نوی اساسي قانون یوه جدي اړتیا ده
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې نوی اساسي قانون به د هیواد د ستونزو د حل لاره لا ګړندۍ کړي.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځ لاسلیک شوي تړونونه تصویب کړل.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځه لاسلیک شوي دوه تړونونه تصویب کړل