ترکیې په سوریه کې د داعش دویمه پلازمینه ونیوله

ترکیې  د سوریې په شمال کې  د داعش ترهګرې ډلې اصلي  مرکز  د الباب  ولسوالي په کامله توګه  فتحه کړه.

674165
ترکیې په سوریه کې د داعش دویمه پلازمینه ونیوله

ترکیې  د سوریې په شمال کې  د داعش ترهګرې ډلې اصلي  مرکز  د الباب  ولسوالي په کامله توګه  فتحه کړه.

د ترکیې لوی درستیز ستر جنرال خلوصي اکار د الباب  د ښار د نیولو  او په یاد شوي  ښار کې د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف  د روانو عملیاتو د پایته رسیدو نه خبر ورکړ.

لوی درستیز وویل چې د الباب  ښار په کامله توګه  د داعش ترهګرې ډلې نه  تصفیه شو  او  وسله وال ځواکونو په ښار کې  د ترهګرو لخوا د ځای په ځای شوو ماینونو  او چاودیدنکو توکو  په  شنډولو پيل کړی دی .

د بله پلوه  د ترکیې  د ملي دفاع وزیر فکري  اشق  د الباب  د نیولو سره  سمدلاسه وروسته خبریالانو ته وویل چې « الباب په کامله توګه د داعش ترهګرې ډلې نه  تصفیه شو  اوس وار  د ممبیچ  او وروسته  د رقه  دی. »

ترکیې  د ۲۰۱۶ کال د اګست په ۲۴ مه نیټه  د ازادې سوریې د ځواکونو په ملګرتیا  د سوریې په شمال کې د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف  په عملیاتو پیل وکړ. د نوموړو عملیاتو په ۱۷۷ یمه ورځ  د ترکیې د وسله والو ځواکونو په ملاتړ  د ازادې سوریې ځواکونو  د سوریې په شمال کې  د داعش ترهګرې ډلې  اصلي هډه  د الباب  ښار په کامله توګه  ونیو.

د ترکیې  لوی درستیز ستر جنرال خلوصي اکار چې  د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د بحرین، سعودي عربستان او قطر  په سفر وتلی وو  د قطر په پلازمینه  دوحه کې  په خبري غونډه کې ګډون وکړ.

لوی درستیز اکار  دلته خبریالانو ته وویل « سترګې مو روښانه  د الباب ښار په کامله توګه فتحه شو  او عملیات سرته ورسیدل. »

همداشان  د ترکیې د ملي دفاع وزیر  فکري اشق چې  د ناټو سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې د ګډون په موخه بروکسل ته تللی دی  هلته  په خبري غونډه کې ګډون وکړ.

هغه  خبریالانو وویل  چې  د الباب  ښار  په کامله توګه ونیول شو  او د ترکیې  ټانکونه  د ښار مرکز ته ننوتي دي. هغه زیاته کړه  چې  د الباب  په ځینو مسکوني سیمو کې  د داعش بعضې  پاتې شوني  پټ شوي دي او د هغوې تصفیه دوام لري.

په ښار کې تعرضي  عملیات  سرته رسیدلي  یواځې د ماینونو  او چاودیدونکو  توکو په پاکولو  پیل شوی دی .

د دفاع وزیر وویل چې د الباب نه وروسته د ترکیې  بل هدف  ممبیچ او رقه  دی.

هغه زیاته کړه تمه کیږي چې د راتلونکې یوې یا یوې نیمې میاشتې په دننه کې  د الباب  ښار  د ماینونو او چاویدونکو توکونه په کامله توګه پاک شي.



اړوند خبرونه