ترکیې د قبرس د سویلي برخې پریکړه وغندله
ترکیې د سویلي قبرس ادارې د پارلمان لخوا په ښوونځیو کې د ( انوسیس ) یا د یونان سره د یو ځای کیدو په خاطر د ټولپوښتنې د ورځې د لمانځلو اړوند پریکړه په تنده لهجه وغندله.
ترکیې د سویلي قبرس ادارې د پارلمان لخوا په ښوونځیو کې د ( انوسیس ) یا د یونان سره د یو ځای کیدو په خاطر د ټولپوښتنې د ورځې د لمانځلو اړوند پریکړه په تنده لهجه وغندله.
د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي « د قبرس د سویلي برخې د ادارې د مشر لخوا د جولای شلمه د قبرس د سولې د حرکاتو او د نوامبر ۱۵ مه د شمالي قبرس ترکي جمهوریت د تاسیس د ورځې د مهمو پیښو سره د انوسیس یا د یونان سره د سویلي قبرس د یوځای کیدو په اړه د ترسره شوې ټولپوښتنې د ورځې مقایسه کول بې معنا او د منلو وړ ندی. »
په خبرپانه کې راغلي دي چې د قبرس د سویلي برخې اداره چې قبرس ترکانو ته ددې خاورې د اصلي بچیانو په سترګه نه ګوري د خپل دې چلند او دریځ د نه بدلولو په صورت کې د قبرس د ستونزې په اړه روانې ټولې هلې ځلې کومه ګټه نکوي. دا ډول ذهنیت او چلند د ستونزې د حل پر ځای خنډونه رامنځته کوي.
د ویلو ده چې د قبرس په سویلي برخې ښې اړخه افراطي د خلکو ملي جبهې ګوند پارلمان ته په ښوونځیو کې د انوسیس یا د یونان سره د یو ځای کیدو په خاطر د ترسره شوې ټولپوښتنې د ورځې د لمانځولو په خاطر وړاندیز کړی وو. د قبرس د سویلي برخې پارلمان د فبروري د لسمې ورځې په غونډه کې دا وړاندیز منلی وو .
د شمالي قبرس ترکي جمهوریت په پارلمان کې ټولو ګوندونو د قبرس د سویلي برخې د پارلمان د پریکړې غبرګون کې ګډه اعلامیه خپره کړه. پدې اعلامیه کې د قبرس د سویلي برخې نه د انوسیس د ورځې د لمانځې د پریکړې نه د لاس په سر کیدو غوښتنه شوې ده .
د بله پلوه د شمالي قبرس ترک جمهوریت ولسمشر مصطفی اکنجي د قبرس د سویلي برخې په مشر د انوسیس د لمانځنې په اړه د پریکړې د لغوه کولو غږ کړی دی .
د یادولو وړ ده چې د قبرس سویلي برخې په ۱۹۳۰ کلونو کې انګلستان نه د یونان سره د یوځای کیدو غوښتنه کړې وه. انګلستان دا غوښتنه رد کړې وه.
همداشان د قبرس سویلي برخې بیا په ۱۹۵۰ کلونو کې د یونان سره د یو ځای کیدو په اړه تولپوښتنه کړې وه چې مثبته پایله يي نوه ترلاسه کړې.