د ترکیې او امریکا ولسمشرانو خبرې وکړې
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا د ولسمشر دونالد ټرامپ سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا د ولسمشر دونالد ټرامپ سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتو د مرکز د معلوماتو له مخې د ترکیې او امریکا ولسمشرانو پرون شپه د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.
پدې ټیلیفوني خبرو کې دواړو مشرانو د ترکیې او امریکا په توګه د هر ډول ترهګرۍ پر وړاندې په ګډه د مبارزې په مسلې ټینګار وکړ.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې ولسمشر اردوغان د امریکا نوي ولسمشر ټرامپ ته د دندې د پيلولو له امله مبارکي وویله او هغه ته يي لا زیاتو بریالیتوبونو هیله څرګنده کړه .
د امریکا ولسمشر د ترکیې او امریکا په دوستۍ او اتفاق ټینګار وکړ.
د امریکا ولسمشر ټرامپ وویل چې « ترکیه د امریکا ستراتیژیک شریک او په ناټو سازمان کې نږدې متفق هیواد دی. امریکا د ترکیې نه هر وخت ملاتړ کوي او د داعش ترهګرې ډلې په وړاندې قوي مبارزه ستايي.»
هغه ویلي دي چې ترکیې د داعش په وړانډې په مبارزه کې ډیر څه کړي دي او دوام ورکوي چې ترینه مننه کوو.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان : د تورکیې لپاره نوی اساسي قانون یوه جدي اړتیا ده
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې نوی اساسي قانون به د هیواد د ستونزو د حل لاره لا ګړندۍ کړي.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځ لاسلیک شوي تړونونه تصویب کړل.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځه لاسلیک شوي دوه تړونونه تصویب کړل