په كابل كې د بريد په اړه د تركيې غبرګون

د تركيې د بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره په كابل كې ننى بريد چې د سترې محكمې مخې ته ترسره شو، وغندلو.

667440
په كابل كې د بريد په اړه د تركيې غبرګون

 

 

د بهرنيو چارو د وزارت لخوا په خپره شوې اعلاميه كې راغلي دي چې تركيه د سترې محكمې ودانۍ ته نږدې د ترسره شوي ترهګري بريد له امله خواشينې ده. په اعلاميه كې همداراز د بريد قربانيانو ته د مغفرت غوښتنه شوې او ټپي شوو كسانو ته د لوى الله ج له حضوره د روغتيا هيله څرګنده شوې ده.

د اعلاميې له مخې تركيه دا ترهګري بريد په كلكه غندي او د افغانستان د حكومت او ورور افغان ولس ته د تسليت پيغام وړاندې كوي.

د اعلاميې په يوې برخه كې راغلي دي  چې `` دا منفور ترهګري بريدونه نشي كولاى چې د افغانستان ثبات او پرمختګ ته زيان ورسوي. تركيه لكه د تل په څېر د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه كې د افغان حكومت او ملت ترڅنګ ولاړه ده.``

 د يادولو وړ ده چې تركيه لومړنى هېواد دى چې په چټكۍ سره يې د بريد په اړه رسمي اعلاميه خپره كړه او ويې غندلو.



اړوند خبرونه