ولسمشر اردوغان مادغاسکر ته سفر وکړ
ولسمشر اردوغان ختیځې افریقا دریو هیوادونو ته د سفر په ترڅ کې د تانزانیا او موزنبیق نه وروسته مادغاسکر ته لاړ.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ختیځې افریقا ته د خپل سفر وروستي تم ځای مادغاسکر هیواد ته سفر وکړ.
ولسمشر اردوغان ختیځې افریقا دریو هیوادونو ته د سفر په ترڅ کې د تانزانیا او موزنبیق نه وروسته مادغاسکر ته لاړ.
د مادغاسکر ولسمشر د ولسمشر اردوغان نه د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د رسمي مراسمو په ترڅ کې هر کلی وکړ.
د هرکلي د مراسمو نه وروسته دواړو مشرانو دوه په دوه لیدنه وکړه او وروسته يي د هیتانو ترمنځه په لیدنه کې برخه واخیسته.
د ترکیې او مادغاسکر هیوادونو ولسمشرانو د دوه په دوه او هیتانو ترمنځه د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.
ولسمشر اردوغان په نوموړي خبري غونډه کې وینا د مادغاسکر هیواد د ولسمشر نه د ښې میلمه پالنې له امله په مننه پيل کړه. ولسمشر اردوغان وویل چې د مادغاسکر د هیواد د ولسمشر نه راجاناري مامپیا نینا نه د تودې میلمه پالنۍ له امله د خپل ځان او مل هیت په استازیتوب د زړه له کومې مننه کوم.
ولسمشر اردوغان وویل چې د مادغاسکر د ولسمشر سره په لیدنه کې د دفاعي برخې نه نیولې تر پوهنې، انرژۍ او کرنۍ پورې د یو زیات شمیر مسلو په اړه خبرې وکړې. ددې هیواد د زیربناګانو او ودانیو په جوړولو کې څه کولی شو په مسلې مو خبرې وکړې.
ولسمشر اردوغان وویل چې د نږدې ۱۵۰ تنو سوداګرو سره دې هیواد ته راغلی دی. پدې هیواد کې د پانګه اچونو په فرصتونو مو خبرې وکړې.
ولسمشر اردوغان وویل چې پوره باور لري چې ترکیې پانګه والو پدې هیواد کې ډیر څه کولی شي. مونږ پدې هیواد کې د استثمار د رسم او رواجونو پر خلاف د متقابلو ګټو سره سم پانګه اچونه غواړو. ولسمشر اردوغان وویل چې د افریقايي هیوادونو سره مو د ترسره کړو بشري مرستو سره خپله حقیقي دوستي ټولو ته ښکاره کړې ده .
ولسمشر اردوغان وویل چې دلته مو د خپلې دوستۍ ثمره ولیده او ډير خوښ یم. هغه وویل ټول باید د ګډ هدف لپاره کار وکړو. که چیرې مونږ سره یو موټی شو داسې خنډ به نوي چې په ګډه سره حل نکړو. ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیې پدې هیواد کې د سفارت د پرانیستو سره ددې هیواد سره سوداګریز حجم ۶۰ میلیونو ډالرو ته رسولی دی . دا رقم باید لوړ کړو. انشاالله چې د ترکیې د هوايي کرښو د شرکت لخوا دې هیواد ته د الوتنو د پیلولو سره به سوداګریز حجم رقم لا لوړ شي.
د ویلو ده چې د ولسمشر اردوغان سره پدې سفر کې د هغه میرمن امنه اردوغان ، د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو، د اقتصاد وزیر نیهات زیبکچي، د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر برات البیرق او د ولسمشرۍ ویاند ابراهیم قالن ملګرتیا کوي. ولسمشر اردوغان به په مادغاسکر کې د لیدونو کتنو نه وروسته هیواد ته راستون شي.