په سویس کې د ترکیې په قونسګلرۍ برید وشو
د سویس د زوریخ په ښار کې د ترکیې په قونسګلرۍ برید وشو.
د سویس د زوریخ په ښار کې د ترکیې په قونسګلرۍ برید وشو.
د سویس د زوریخ په ښار کې د ترکیې په قونسګلرۍ د هوايي فشنګونو او سوځوونکو مادو برید وشو.
په برید کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی یواځې د قونسګلرۍ ودانۍ زیان لیدلی دی. د ودانۍ هیندارې ماتې شوي دي او دیوارونو ته يي زیان اوښتی دی.
د سویس پولیسو د برید نه سمدلاسه وروسته څیړنې پیل کړې.
پولیسو د کوونکو د نیولو په خاطر د قونسلګرۍ او شاوخوا ودانیو د امنیتي کمرو فلمونه راټول کړي دي.
همداشان پولیسو د سیمې د خلکو نه د برید کوونکو د نیولو په خاطر ددوی سره مرستې کولو غوښتنه کړې ده .
پولیسو د سیمې خلکو ته ویلي دي، که هر چا برید کوونکي لیدلي وي نږدې د پولیسو مرکز ته دې خبر ورکړي.
د یادولو وړ ده چې دا لا معلومه نده چې برید به د چا لخوا او ولې شوی وي.
پولیسو د برید کوونکي یا برید کوونکو د نیولو په خاطر پلټنې پیل کړي دي.