تركيې په افغانستان كې د خپلو سرتېرو ماموريت تمديد كړ

د تركيې پارلمان په افغانستان كې د تركي سرتېرو د ماموريت موده وغځوله.

643554
تركيې په افغانستان كې د خپلو سرتېرو ماموريت تمديد كړ

 

د تركيې پارلمان په افغانستان كې د تركي سرتېرو د ماموريت موده وغځوله.

په افغانستان كې د ناټو د مرستې په چوكاټ كې د وسله وال پوځ د ماموريت په موخه د قانون طرحه د تركيې د پارلمان لخوا نن ( د جنورۍ دريمه) تصويب شوه.

پدې ډول به تركي سرتيري د راتلونكو دوو كلونو لپاره په افغانستان كې پاتې شي او له افغان حكومته به ملاتړ ته دوام وركړي.

دا طرحه د لومړي وزارت د مقام لخوا پارلمان ته لېږل شوې وه چې نن تصويب شوه.

تركيه د ۲۰۰۱م راهيسې په افغانستان كې د ناټو په چوكاټ كې نظامي ماموريت لري چې موخه د افغان امنيتي ځواكونو د روزنې تر څنګ د بيا رغاونې د پروژو عملي كول دي.


پيوندونه: #افغانستان , #ترکیه

اړوند خبرونه