د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ملي سفربري اعلان کړه.
اردوغان : د ترکیې د صبر کاسه ډکه شوې ده
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ملي سفربري اعلان کړه.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې په ترکیه کې د میاشتو میاشتو راهیسې معصوم انسانان د ترهګرۍ قرباني کیږي چې د همدې امله د ترکیې د صبر کاسه نوره ډکه شوې ده .
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د هیواد د اساسي قانون د ۱۰۴ مادې له مخې په هیواد کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ملي سفربري اعلان کړه.
ولسمشر اردوغان نن یو ځل بیا د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د هیواد د ګذروکیلانو سره لیدنه وکړه.
ولسمشر اردوغان د هیواد ګذروکیلانو ته په وینا کې وویل چې « د پې کاکا، داعش، فتح الله ګولن او ټولو ترهګریزو سازمانونو او ډلو پر خلاف ملي سفربري اعلانوم. »
ولسمشر اردوغان د هیواد په امنیتي ځواکونو غږ وکړ چې « د ترهګرۍ پر وړانډې په روانه مبارزه کې دولت او حکومت ستاسې ترڅنګ دی او ستاسې نه پوره ملاتړ کوي. که چیرې د هغه چا لاسونه او وزرې مات نکړو چې د ترکیې د بیرغ د راټیټولو هڅه کوي خپلو شهیدانو ته به مو سترګې ټیټي وي. ددې وطن د ذرې په اندازه خاورې ته په بده سترګه کتوونکو سترګې راویستل زمونږ مسولیت د وطن او شهیدانو راباندې پور دی. »
ولسمشر اردوغان وویل چې د ۲۰۱۵ کال د جولای د شلمې نيټې نه راپدیخوا د پې کاکا ترهګرې ډلې پر خلاف د پيل شوو عملیاتو په لړ کې ترهګرې ډلې ته د اوښتو ځاني زیاتونو شمیره اعلان کړه.
ولسمشر وویل چې د یادې شوې نیټې نه راپدیخوا پدې څه باندې یو کال کې د هیواد دننه او بهر څه باندې ۹۵۰۰ تنه ترهګر وژل شوي، ټپي شوي او نیول شوي دي.
همداشان پدې موده کې څه باندې ۴۰ زره تنه د پولیسو لخوا نیول شوي او نظارت ته اچول شوي چې لس زره او ۵۰۰ تنه يي د محاکمو لخوا زندانونو ته استول شوي دي.