د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په استانبول کې د چټک غبرګون پولیسو د مدیریت نه لیدنه وکړه.
د ترکیې ولسمشر د هیواد چټک غبرګون پولیسو ته ډاډګیرنه او تسلیت ورکړ
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په استانبول کې د چټک غبرګون پولیسو د مدیریت نه لیدنه وکړه.
ولسمشر اردوغان ددې لیدنې سره د پولیسو نه د پوره ملاتړ پيغام ورکړ.
ولسمشر اردوغان دلته پولیسو ته په خطاب کې وویل چې « د ظالم سره مرحمت د مظلوم سره د خیانت په معنا دی. د ظالم سره به د مرحمت نه کار نه اخلۍ ځکه چې دا بیا مظلوم سره خیانت دی.»
ولسمشر اردوغان په استانبول کې د چټک غبرګون په پولیسو باندې وحشي برید د لویدیځو امپریالیستو ځواکونو چې د ترکیې د ویشلو هڅه کوي کار وباله.
ولسمشر اردوغان پولیسو ته په خطاب کې وویل « تاسې ته چې کوم حقونه او صلاحیتونه درکړل شوي دي د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې باید ترینه پوره کار واخلئ. د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د خپلو حقونو او صلاحیتونو د کارولو نه هیڅډول تردد مکوئ. »
ولسمشر وویل « که چیرې د ظالم سره مرحمت وکړئ دا د مظلوم سره خیانت کول دي. هیڅکله هم د ظالم سره مرحمت مکوئ. څه چې لازم وي هغه کوئ.»
ولسمشر اردوغان په خپله وینا کې زیاته کړه چې « ټول ملت او هر سړی باید پدې ښه پوه شي چې د ترکیې حکومت او دولت ستاسې نه پوره ملاتړ کوي او ستاسې تر څنګ ولاړ دی. تاسې ته چې کوم حقونه او صلاحیتونه درکړل شوي دي د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې ترینه پوره کار اخلئ. هیڅډول تردد مکوئ. »
همداشان ولسمشر اردوغان د چټک غبرګون پولیسو ته د استانبول په پيښه کې د شهید شوو ملګرو له امله تسلیت او ډاډګیرنه ورکړه.
د هیواد د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو هم د ولسمشر اردوغان سره ملګرتیا کوله.
هغه پولیسو ته په خطاب کې وویل چې « د شهید شوي تر تن د هر څاڅکي ویني غچ به واخیستل شي. هیڅوک باید پدې برخه کې شک او شپهه ونلري. ددې خاینینو نه به د هیواد دننه او بهر د ذرې ذرې په اندازه حساب واخیستل شي. »