د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان اروپايي ټولنه د ترهګرو نه په ملاتړ تورنه کړه

اردوغان : لویدیځ د ترهګرۍ نه ملاتړ کوي او د هغوې سره په عینې کتار کې ولاړ دي

616108
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان اروپايي ټولنه د ترهګرو نه په ملاتړ تورنه کړه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان اروپايي ټولنه د ترهګرو نه په ملاتړ تورنه کړه. ولسمشر اردوغان وویل چې  اروپايي ټولنه  سبا په ټولنه کې د ترکیې د غړیتوب د مذاکراتو  د ځنډولو  په اړه  رای اچونه کوي. هغه وویل چې  پدې برخه کې د ټولنې  پریکړه  زمونږ لپاره  د زرې په اندازه ارزښت  او اعتبار  نلري.

ولسمشر اردوغان  دا څرګندونې  په استانبول کې  د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو د اقتصادي او تجاري همکاریو د دایمي کمیټې د ۳۲مې غونډې په پرانیست وینا کې وکړې.

ولسمشر اردوغان وویل چې « ترکیې  د یو زیات شمیر اروپايي هیوادونو نه  د اروپايي ټولنې  ارزښتونو او اساساتو ته لا زیات اهمیت  ورکړی  او درناوی ورته کړی دی. تر ننه پورې  پدې برخه کې ډیر مهم  ګامونه اوچت شوي دي.

خو له بده مرغه چې  تر ننه پورې مو  د لویدیځوالو مخاطبینو لخوا د سینګار کړو جملو نه پرته  د غړیتوب په برخه کې  ثابت ګام  او اقدام  لیدلی ندی. لویدیځوالو هیڅوخت په کړو ژمنو عمل ندی کړی.»

ولسمشر اردوغان وویل  « سبا د اروپا  پارلمان  د ټولنې سره د ترکیې  غړیتوب د مذاکراتو د ځنډولو  په اړه رای اچونه کوي.د اروپا  پارلمان  که  هر ډول  پریکړه وکړي  زمونږ لپاره به د زرې په اندازه  ارزښت او اعتبار ونلري. دا پریکړه به د هغه ملت چې د جولای د ۱۵مې کودتا  په شپه يي  د خپلو وینو په بدل کې  د ډیموکراسۍ او استقلال نه دفاع وکړ په ارادې هیڅډول تاثیر ونکړي. دا ملت خپل استقرار او استقبال  د اروپا د پارلمان د څو تنو  د لاسونو د پورته کولو او ښکته کولو په خاطر په خطر کې اچولی نشي. »

ولسمشر اردوغان وویل « سره ددې چې د اروپا د پارلمان  د سبا د ورځې  پریکړه  کوم حقوقي  او سیاسي  اعتبار نلري  خو بیا هم  زمونږ  لپاره پرې سترګې پټول  ناممکنه خبره ده . په اصل کې د اروپا د پارلمان لخوا  پدې اړه  رای اچونه  په ښکاره توګه د ترهګرو سازمانونو نه ملاتړ کول دي.د هغوي ترڅنګ او په کتار کې ځای نیول  دي.»

ولسمشر اردوغان وویل چې  ترک ملت  د جولای په ۱۵ مه نيټه  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان لخوا د ناکامې کودتا  په شپه  د دیموکراسۍ او ازادۍ نه د دفاع په خاطر  ستر  بدل  ورکړ خو له بده مرغه چې  ددې ټولو سره سره  لویدیځوال  پرې  ناحقه  تورونه لګوي  او په بې باکه توګه پرې نیوکي کوي. هغه وویل چې لویديځوال  دوه مخۍ  او یو بام  دوه هوا  چلند ته  اوس هم  دوام ورکوي. په لویدیځ کې پر ځای ددې چې  د ترکیې نه  ملاتړ  وشوي  د ترکیې پر خلاف رواني  جګړه  لا پسې  قوي شوې ده .

ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل چې « د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان ددینه وروسته یواځې د ترکیې لپاره نه بلکې د ټولو هیوادونو لپاره ستر ګواښ دی.

دا ترهګریز سازمان  د قاتلینو سازمان دی.»

ولسمشر اردوغان زیاته کړه « څنګه چې  داعش، پې کاکا، القاعده، بوکوحرام او الشباب  ترهګرې ډلې دي په همدې اندازه د فتح الله ګولن سازمان هم  یو ترهګریز سازمان دی. ټول ګډې موخې لري. ترکیه  لکه څرنګه چې د نورو ترهګرو ډلو پر خلاف مبارزه کوي د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان پر خلاف به هم مبارزې ته دوام ورکړي. »

ولسمشر اردوغان  د خپلې وینا لویه برخه  په اسلامي نړۍ کې روانو ستونزو او بدبختیو ته  ځانګړې کړې وه.

ولسمشر اردوغان وویل چې « له بده مرغه چې نن ورځ د ټولې نړۍ  درند بار  د اسلامي هیوادونو په اوږو  پروت  دی. نن  ورځ  د نړۍ  د چا خبره  ټولې ستونزې او بحرانونه  په اسلامي هیوادونو کې  رامنځته کیږي. مونږ مسلمانانو د ټولې نړۍ  درند بار په خپلو اوږو  ګرځو. په اسلامي جغرافیه کې  روان پرمختګونه  هر انسان  په زړه  ټپي کوي. تاسې وګورئ  د سوریې  د حلب په ښار کې  وروستی  فعاله روغتون هم  د اسد رژیم  او د هغوې د ملاتړ کوونکو لخوا بمبار  او له فعالیته وغورځول شو.

په کنډوالې بدل کړې شو. هغه  برخې  چې په هر فرصت کې  مونږ  ته  د ډیموکراسۍ، ازادۍ، بشري حقونو د درس راکولو  هڅه کوي  څو تنو جګړه ځپلو ماشومانو ته د پناه ورکولو نه عاجز  دي. څو تنو جګړه ځپلو ماشومانو ته پناه نشي ورکولی. »

ولسمشر اردوغان وویل چې نن ورځ په نړۍ او په ځانګړې توګه په اسلامي نړۍ کې روانو پرمختګونو ته په کتو سره  پوهیږو چې د ټولو  د هیلو چینې  د وچیدو پر لورې روانې دي.

خو  دا باید  هیر نکړو چې  « په کومه اندازه چې  امتحان  ستونزمند وي  مکافات يي په همدې اندازه  ډیر  وي. د ترکانو ترمنځه  یوه معقوله  ده چې وايي، تر کومه  چې انسان  د سختو او تنګو سره مخامخ نشي  خضر  ورته لاس نه ورکوي. مونږ  مسلمانان باید خپل امید د لاسه ورنکړو. پدې باید پوره باور ولرو چې  الله تبارک و تعالی تل  د مسلمانانو ترڅنګ  دی  او په هغه ایمان راوړونکي هیڅوخت  نه خواروي. هر ډول  سختې او مشکلات يي ورته  اسانه کوي. مونږ په کراتو مراتو د الله  د لطف  شاهدي کړې ده . »

 

 

 


پيوندونه: #اردوغان , #اروپا

اړوند خبرونه