د تركيې نوى پرمختللى ټانك
د تركيې د دفاعي صنايعو سكتور چې په پام كې لري د پرمختللو وسلو، نظامي وسايلو، توغنديو او مهماتو په برخه كې په خپل ځان اتكا وكړي دا دى يو بل نوى ټانك جوړ كړ.
د پارس په نامه د ټانكونو دا ماډل چې ۸ ټايرونه يې په يو ځل د حركت قابليت لري كولاى شي چې د جګړې په ميدان كې په ساعت كې د ۱۰۰ كيلومترو واټن ته ورسيږي. د پارس په نامه ټانك چې د ۳۰ زره كيلوګرامو پورې وزن لري د ۶۰ سلنې په اندازه لوړې چړايي باندې د ختلو وړتيا لري. همداراز د ۷۰ سانتي مترو پورې د لوړ مانع او د ۲ مترو په ژوروالي سره د كندې نه تېرېدلو وړتيا لري.
د پارس ټانك همدا راز په شاتينۍ برخه كې د اوبو دوه جټ ماشينونه هم لري چې پ اوبو كې په ساعت كې د ۸ كيلومترو سرعت سره حركت كوي.
د چاودنې پر وړاندې مقاومت
ددې پارس په نامه د ټانكونو ترټولو مهمه ځانګړتيا د ماينونو او چاودنو پر وړاندې ځانګړى مقاومت دى. د ټانك د تېلو ټانكۍ د ځانګړو زغروالو موادو په واسطه ساتل كيږي او د ټايرونه يې داسې ډيزاين شوي دي چې د چاودنې وروسته هم د حركت قابليت لري. په موټر كې دننه د پرسونل لپاره داسې سيټونه هم لري چې د چاودنې پر مهال د پرسونل ساتنه كوي.
صادرات
دا ټانكونه نه يواځې د تركيې لخوا بلكې د نړۍ د نورو هېوادونو د اوردوګانو لخوا هم كارول كيږي. پدې وروستيو كې د مالېزيا اوردو د همدې ټانكونو د اخيستلو په موخه د تركي چارواكو سره تړون لاسليك كړى دى.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان : د تورکیې لپاره نوی اساسي قانون یوه جدي اړتیا ده
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې نوی اساسي قانون به د هیواد د ستونزو د حل لاره لا ګړندۍ کړي.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځ لاسلیک شوي تړونونه تصویب کړل.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځه لاسلیک شوي دوه تړونونه تصویب کړل