اروپا ته د تركيې غاښ ماتوونكى ځواب

پدې وروستيو كې د اروپايي هېوادونو لخوا د تركيې په كورنيو چارو د مداخلې چارې د ولسمشر اردوغان لخوا د سخت غبرګون سره مخامخ شوي دي.

610465
اروپا ته د تركيې غاښ ماتوونكى ځواب

 

 

ولسمشر اردوغان نن يوې غونډې ته د وينا پرمهال وويل چې په اروپايي ټولنه كې د تركيې د غړيتوب په موخه د خبرو اترو د دوام په اړه له هېوادوالو پوښتنه وكړي.

اردوغان وړانديز وكړ چې په اروپايي ټولنه كې د غړيتوب موضوع دې ټولپوښتنې ته وړاندې شي.

كه چېرې داسې وشي نو اروپايي ټولنه نوره نشي كولاى چې د تركيې په كورنيو چارو كې مداخله وكړي. ځكه چې ددې ټولنې مشرانو او په تېره بيا د جرمني هېواد په همدې بهانه تل د تركيې په كورنيو چارو كې مداخله كوله او د تركيې دښمنان يې تمويلول.

اروپايي ټولنې د تېرو شاوخوا ۶۰ كلونو راهيسې په ټولنه كې د غړيتوب پر مهال تركيه غولولې ده.

تمه كيږي چې دا وړانديز د اروپايي ټولنې لپاره لوى ګوزار وي.

د موضوع په اړه به نور جزييات وروسته خپاره شي.



اړوند خبرونه