اردوغان: تركيه د اروپايي ټولنې له بنديزونو نه وېرېږي

ولسمشر رجب طيب اردوغان پر اروپايي ټولنې د سختو نيوكو ترڅنګ وړانديز وكړ چې په ټولنه كې د غړيتوب په موخه د خبرو اترو د بهير د دوام په اړه بايد ټولپوښتنه وشي.

610591
اردوغان: تركيه د اروپايي ټولنې له بنديزونو نه وېرېږي

 

ولسمشر اردوغان چې نن په انقره كې يوې غونډې ته وينا اوروله څرګنده كړه چې د تركيې د نوي امنيتي پلان له مخې  به هېڅ يوې ترهګرې ډلې ته د تر ټولو كوچني فعاليت اجازه ورنكړل شي.

اردوغان وويل چې د پې كا كا د جدايي غوښتونكې ترهګرې ډلې په ګډون ټولې لويې او كوچنۍ ترهګرې به وځپل شي. تركيه به تر دې وروسته د خپل ټول نظامي او غير نظامي ځواك سره د ترهګرو پر وړاندې مبارزه وكړي او د غړو، پلويانو او مرسته كوونكو سره به د قانون په چوكاټ كې چلند وشي.

د اردوغان په وينا ترهګرو ته بايد داسې غاښ ماتوونكى ځواب وركړل شي چې بيا يې هېڅكله هم په سر كې پر تركيې باندې  د بريد خيال ونه ګرځي.

اردوغان زياته كړه چې په نړيواله ټولنه كې داسې هېوادونه هم شته دى چې له دې ترهګرو ډلو ملاتړ كوي. د هغوي سره به هم مبارزه وشي.

 

اروپايي ټولنې ته ځواب

ولسمشر همداراز د اروپايي ټولنې د پارلمان مشر مارتين شولز پر څرګندونو باندې هم نيوكه وكړه چې تېره ورځ يې كړې وې. شولز ويلي ول چې كه چېرې په تركيه كې د اعدام سزا بېرته نافذه شي نو ټولنه به پر تركيې بنديزونه ولګوي.

ولسمشر رجب طيب اردوغان نوموړي ته په خطاب كې وويل چې `` پر تركيې د بنديزونو د لګولو  لپاره اوس هم وخت لرئ. تركيه به هېڅكله هم ستاسې له بنديزونو نه وېرېږي.

اردوغان دا هم وويل چې د اروپايي ټولنې سره د خبرو اترو د چارو په اړه بايد ټولپوښتنه وشي. د نوموړي په وينا د روان ميلادي كال تر پايه پورې بايد انتظار وباسو وروسته پدې اړه به د ملت سره پرېكړه وكړو.

كه چېرې داسې وشي نو اروپايي ټولنه نوره نشي كولاى چې د تركيې په كورنيو چارو كې مداخله وكړي. ځكه چې ددې ټولنې مشرانو او په تېره بيا د جرمني هېواد په همدې بهانه تل د تركيې په كورنيو چارو كې مداخله كوله او د تركيې دښمنان يې تمويلول.

اروپايي ټولنې د تېرو شاوخوا ۶۰ كلونو راهيسې په ټولنه كې د غړيتوب پر مهال تركيه غولولې ده.



اړوند خبرونه