ولسمشر اردوغان په لویديځۍ نړۍ سختې نیوکې وکړې

اردوغان : لویدیځه نړۍ د ترهګرو سره د ترهګرو پر خلاف مبارزه کوي

605920
ولسمشر اردوغان په لویديځۍ نړۍ سختې نیوکې وکړې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  په لویدیځې نړۍ  په سوریه کې د پې کاکا ترهګرې ډلې د عسکري څانګو پي وای ډي او وای پي جي سره  د وسلو  د مرستو له امله  سخت غبرګون څرګند کړ.

ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې  « د یو ترهګریز سازمان سره  د بل ترهګریز سازمان په مقابل کې  مبارزه کې  عقلاني  مسله نده. »

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د برښنا د سنټرالونو د پرانیستو په خاطر  په جوړه شوې غونډه کې وکړې.

هغه  په لودیځۍ نړۍ د نیوکې سره وویل « ټوله نړۍ پدې ښه پوهیږي  چې  د پي وای ډي او وای پي جي ترهګرې ډلې  د پې کاکا ترهګریز سازمان  عسکري څانګې دي. تر کومه به مونږ  تاسې ته دا مسله  درپه یادوو. د پي وای ډي او وای پي جي ترهګرو ډلو سره  د داعش پر خلاف د مبارزې په خاطر  د وسلو او مهماتو مرسته کول هیڅ کوم عقلاني  اړ نلري. نور په بهانو هیچاته فریب ورکولی نشئ. نن ورځ  دې ترهګرو ډلو سره  د وسلو او مهماتو مرسته کوۍ ، خو سبا همدا ترهګرې ډلې  تاسې ته بلا  وګرځي.»

ولسمشر اردوغان وویل « پوره باور لري چې  د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه  د او د ترهګرو له منځه وړل  د ترکیې لپاره ډیره ګرانه خبره نده. خو له بده مرغه چې دا ترهګر د بهرنیو هیوادونو په مرستو په خپو ولاړ  دي.

ولسمشر اردوغان وویل « ترکیه د کلونو کلونو راهیسې د پې کاکا ترهګرې ډلې پر خلاف مبارزه کوي. دا ددې په معنا  نده چې ترکیه  د پې کاکا ۳ زره یا ۵ زره تنه ترهګر له منځه وړلی نشي. نن ورځ  داعش ترهګره ډله  د خپلو څو تنو ترهګرو نه عبارت ندي. د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د څو تنو ترهګرو نه عبارت ندی. ددې ترهګرو ډلو  تر شا  بیلا بیل  ځواکونه او قوتونه  شتون لري. د بیلابیلو هیوادونو نه  مرستې ترلاسه کوي. د بیلابیلو هیوادونو  لپاره  خدمت او غلامي کوي. د بیلابیلو هیوادونو پروژو ته  کار کوي. »

ولسمشر اردوغان  په لویدیځۍ نړۍ غږ وکړ « څومره  چې کولی شئ  ترهګرو ته  په خپل غیږ کې ځای ورکړئ. په خپلو ښارونو کې  کې ځای په ځای کړئ. یوه ورځ نه یوه ورځ به همدا  ترهګر  ستاسو لپاره  په لوی سرخوږي  بل شي. »



اړوند خبرونه