ترکیه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د جوماتونو جوړولو ته دوام ورکوي.
ترکیې دا ځل په بیلاروس کې جامع جومات جوړ کړ
ترکیه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د جوماتونو جوړولو ته دوام ورکوي. ترکیې داځل په بیلاروس کې د مینسک تاریخي جومات چې د پخواني شوروي اتحاد په دوران کې وران شوی او پر ځای هوټل جوړ شوی وو له سره جوړ کړ.
د ویلو ده چې په بیلاروس کې څه باندې سل زره تنه مسلمانان ژوند کوي.
د بیلاروس د مینسک جومات د ترکیې د دیني چارو د ریاست لخوا جوړ شو.
نوموړی جومات په ۱۸۹۰ کال کې د تاتار معمارۍ سره جوړ شوی وو. ترکیې نوموړی تاریخي جومات د خپلې اصلي معمارۍ سره سم له سره جوړ کړ.
د نوموړي جومات د بیا جوړولو چارې په ۲۰۱۴ کال کې پيل شوې وې چې سرته ورسیدې. جومات به د نوامبر په ۱۱ مه نیټه د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ، بیلاروس د ولسمشر الکساندر لوکاشینکو او د ترکیې د دیني چارو کې د عمومي ریس پروفیسور ډاکټر محمد ګورمز په ګډون د شاندارو مراسمو سره پرانیستل شي.
د ویلو ده چې د جومات په جوړولو کې د تاتار معمارۍ نه سربیره د عثماني معمارۍ نه هم کار اخیستل شوی دی .
د جومات محراب، منبر او غالۍ په انقره کې جوړې شوي دي.
د مینسک جامع جومات په یو وخت کې د ۲۵۰۰ تنو لمونځ کوونکو په لویوالي جوړ شوی دی . په جومات کې ټولنیزو اړتیا په خاطر د کنفرانس سالون، نندارتون، د کمپیوټر خونې او د امام لپاره کور هم شتون لري.