عراق په هیواد کې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د ښوونځیو د تصفیه کولو په برخه کې لومړنی ګام اوچت کړ

د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان ځالې تصفیه کیږي

601698
عراق په هیواد کې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د ښوونځیو د تصفیه کولو په برخه کې لومړنی ګام اوچت کړ

په عراق کې  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان اړوند  ( عراق ترک ) ښوونځي  د نوموړي هیواد پوهنې  وزارت پورې تړل کیږي.

همداشان  په نوموړو ښوونځیو کې به  عراقي  ښوونکي  په دنده  وګمارل شي.

په عراق کې  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان اړوند  ۹ ښوونځي  د نوموړي هیواد د پوهنې وزارت ته د تسلیمولو  چارې پیل شوې.

په نوموړو ښوونځیو کې چې په انګلیسي ژبه  به يي زده کړې ورکولې  په انګلیسي ژبه به زده کړو ته دوام  ورکړي. نوموړي ښوونځي په کامله توګه  د عراق د پوهنې وزارت ته د سپارولو نه وروسته به د پوهنې وزارت یادو شوو ښوونځیو ته  ښوونکي  وټاکي.

د بله پلوه  د عراق د پوهنې وزارت  یادو شوو ښوونځیو ته  د تعلیمي مفرداتو   او ښوونکو د ټاکلو په برخه کې په بغداد کې  د ترکیې د سفارت سره په ګډه کار کوي.

عراقي چارواکي په پام کې لري چې  د ترکیې د پوهنې د وزارت سره هم  سلامشوره وکړي او د ترکیې په همکارۍ  یاد شوو ښوونځیو ته ښوونکي وټاکي. تمه کیږي چې د ترکیې د پوهنې وزارت  د مسلکي کدرونو په برخه کې  د عراق  د پوهنې وزارت ته همکاري وکړي.

د یادولو وړ ده چې  د عراق د پوهنې  وزارت  د اکتوبر په ۱۶ مه نیټه  نوموړي ښوونځي  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان  د پاتو شونو او کدرونو نه د تصفیې پریکړه کړې وه.

په بغداد کې د ترکیې لوی  سفیر فاروق قایماق چي  د ترکیې غږ راډيو ته وویل « د تیرو دوه نیمو کلونو راهیسې  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د ښوونځیو د تړولو یا د عراق د پوهنې وزارت پورې د تړولو په برخه کې هلې ځلې کولې چې باالاخره  دې هڅو پایله ورکړه.»

په عراق کې د ترکیې سفیر وویل چې  د ترکیې د پوهنې وزارت  او د معارف وقف به د عراق سره پدې برخه کې هر ډول مرسته وکړي . هغه وویل چې ترکیه به د عراق سره په هرو برخو کې مرستو ته دوام  ورکړي.



اړوند خبرونه