ترکیې د خپلو پولو د امنیت په خاطر پرمختللی دفاعي سیستم جوړ کړ
د ترکیې د پولو امنیت ددینه وروسته پدې دفاعي سیستم ساتل کیږي.
ترکیه به ددېنه وروسته د پولو امنیت په ملي امکاناتو جوړ شوي د کورکوت په نامه دفاعي سیستم سره وساتي.
د کورکوت په نامه د دفاعي توغندیو سیستم چې په کامله توګه په ملي امکاناتو جوړ شوی دی د هوا مځکې ته د توغندیو او د دښمن د هوايي عناصرو د لمنځه په توان جوړ شوی دی. دا دفاعي سیستم د ترکیې پلو ځواکونو ته تسلیم کړې شو.
د کورکوت دفاعي سیستم په لابراتوارونو او ساحه کې د هر ډول ازمایښتونو نه وروسته وسله والو ځواکونو ته وسپارل شو.
د کورکوت په نامه دا دفاعي سیستم په هوا کې د دښمن هوايي عناصر په ډیره کمه موده کې د تثبیت او لمنځه وړو توان لري.
دا سیستم په ډیره چټکه توګه کوچني هدفونه هم له منځه وړي.
دا دفاعي سیستم په دقیقه کې د سلو ډزو توان لري.
دا سیستم شپه او ورځ او په هر ډول هوا حالاتو کې د دښمن د بریدونو د شنډولو او متقابلو بریدونو توان لري.
دا سیستم په پرمختللې تکنالوژۍ او درې بودي پرمختللي رادار سمبال دی.