د ترکیې لوی درستیز روسیې ته سفر وکړ

د ترکیې لوی درستیز خلوصي اکار روسیې ته سفر وکړ

601282
د ترکیې لوی درستیز روسیې ته سفر وکړ

د ترکیې لوی درستیز ستر جنرال  خلوصي اکار  د روسیې  د لوی درستیز په بلنه  نوموړي هیواد ته سفر وکړ.

د ترکیې لوی درستیز به د خپل روسي سیال سره په لیدنه کې  د دواړو هیوادونو ترمنځه په عسکري همکاریو او سیمه ایزو مسلو خبرې وکړي.

د یادولو  وړ ده چې د روسیې لوی درستیز هم  د سپټمبر په میاشت کې انقرې ته راغلی وو.

د ویلو ده چې  پدې حساسو شپو او ورځو کې روسیې ته د ترکیې د لوی درستیز سفر  ځانګړې اهمیت لري. د ډیرو هیوادونو سترګې دې سفر ته اوښتي دي

 


پيوندونه: #ترکیه , #روسیه

اړوند خبرونه