د اردوغان اوباما ترمېنځ ټېلفونی خبرې
ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا د ولسمشر باراک اوباما سره د ټېلفوني خبرو په ترڅ کې د داعش سره مبارزې په موخه په لوړه سطحه د همکارۍ وړاندیز وکړ.
597911
اوباما د آزادې سوریې له اوردو نه د ترکیې د ملاتړ سربېره د داعش سره د مبارزې په موخه د ترکیې هلې ځلې د اوباما لخوا وستایل شوې. همداراز په عراق کې د داعش سره د مبارزې په موخه د ترکیې – عراق ترمېنځ د پيل شوي ډیالوګ له امله هم خوښي څرګنده کړه.
اردوغان د موصل د عملیاتو په ترڅ کې د ترکیې د حساسیتونو نه په یادونې سره څرګنده کړه چې د داعش په څېر د پې کا کا د ترهګرې ډلې سره هم باید ګډه مبارزه وشی.
دواړه خواوې په عراق کې د پې کا کا د جدایي غوښتونکې ترهګرې ډلې لخوا د ځالو موندلو ته د اجازې په نه ورکولو سلا شوې.