د تركيې – سعودي ترمېنځ د انرژۍ پروتوكول

په استانبول كې د انرژۍ د ۲۳مې نړيوالې سرمشريزې په ترڅ كې د  نفتو او ګازو په برخه كې د تركيې – سعودي عربستان ترمېنځ يو پروتوكول لاسليك شو.

587273
د تركيې – سعودي ترمېنځ د انرژۍ پروتوكول


دا پروتوكل چې د تركيې د نفتو د سهامي شركت او د سعودي عربستان د نفتو او طبعي ګازو د ملي شركت ترمېنځ لاسليك شو، له مخې به يې د دواړو هېوادونو ترمېنځ د انرژۍ په ډګر كې همكاري نوره هم زياته شي.

د انرژۍ او طبعي زېرمو وزير برات آلبيرق پدې اړه وويل چې تركيه په نړۍ كې له چينه وروسته د انژرۍ په ډګر كې تر ټولو چټك پرمختګ كوي. د هېواد د راتلونكو پراختيايي پلانونو پر اساس به د انرژۍ په ډګر كې د مسلكي كدرونو د روزنې او د پراختيا په حال كې د صنايعو لپاره د انرژۍ د برابرولو په موخه به تركيه پر يو سيمه ايز ځواك بدله شي.

د سعودي د نفتو وزير الفالح بيا وويل چې په هېواد كې د ۲۰۳۰م كال د پلانونو پر اساس د تركي شركتونو سره د ګډ كار لپاره لېواله دي. د نوموړي په وينا دا پروتوكول به ددې زمينه برابره كړي چې د تركيې په ګډون د دريمګړي هېواد سره هم د انرژۍ په ډګر كې همكاري پيل شي.



اړوند خبرونه