د ترکیې  په پلازمینه  انقره کې  دوو ځانمرګیو  بریدونو  ځانونه  وچول.

په انقره کې  د سترې  فاجعې مخه ونیول شوه.

585197
د ترکیې  په پلازمینه  انقره کې  دوو ځانمرګیو  بریدونو  ځانونه  وچول.

د ترکیې  په پلازمینه  انقره کې  دوو ځانمرګیو  بریدونو  ځانونه  وچول.

په انقره کې  د سترې  فاجعې مخه ونیول شوه.

په انقره کې  د ترهګرۍ پر وړاندې  د مبارزې  پولیسو د هایمنې ولسوالۍ په لویه لاره کې  دوو  تنو  ترهګرو چې  غوښتل يي ځانمرګي‌ بریدونه ترسره کړي  تثبیت  او  کلابند کړل.

ترهګرو  چې  ولیدل د تیښتې  لاره يي  شتون نلري‌ د پولیسو لخوا د نیولو نه د مخه  ځانونه وچول.

په پيښه کې  د برید کوونکو نه پرته  بل چاته  ځاني‌ زیان  ندی اوښتی.

د انقرې  والي‌ خبري‌ رسنیو ته وویل چې  « لنډه موده  مخکې  مو د دیارباقر ولایت نه  د نوموړو  ځانمرګیو  بریدکوونکو  په اړه  استخبارات ترلاسه کړل. د استخباراتو نه وروسته د ځانمرګیو برید کوونکو د نیولو  په خاطر  چارې پیل شوې . وروسته په پلازمینه انقره کې  یو هیوادوالو  د  ۲ تنو  نامطلوبو او شکمنو    کسانو  د لیدو  په اړه  پولیسو ته  راپور ورکړ. ددې  راپور نه وروسته  پولیس  سیمې  ته  راغلل  او ترهګر  يي  کلابند کړل. په ترهګرو يي‌ د  تسلیم  شئ  غږ وکړ . ترهګرو  چې  د تیښتې  لار  نه درلوده  ځانونه يي‌ چول. »

د انقرې  والي‌ وویل چې د برید کوونکو نه  د  یو تن  پيژند پاڼه په سیمه کې  موندل شوې ده . خو د دویم  برید کوونکي‌ په اړه چې  ویل کیږي‌ ښځه  ده د هویت تثبیت چارې دوام لري.

هغه وویل  چې  دا لا معلومه نده چې د برید  هدف  څوک  او کوم ځای وو. 

د ویلو ده چې  د چاودنې  په سیمه کې  ناچاودیدونکي‌  مواد  او یو موټر  هم  نیول شوی دی . لومړنیو څیړونو کې  ویل شوي‌ دي‌ چې په سیمه کې  پلاستیکي‌ چاویدنکي توکو  سربیره  ۲۰۰ کیلوګرامه  نور چاودیدونکي‌توکي‌ هم  نیول شوي‌دي.

همداشان  د انقرې والي‌ ویلي‌ دي‌ چې  عینو  شاهدانو  د دریو تنو  برید کوونکو نه یادونه کړې ده. دوه تنه يي‌ مړه خو دریم  تن يي  نادرکه  دی  چې  د نیولو په خاطر  يي  عملیات دوام لري.

برید کوونکو  یو موټر چې  دوه ورځې  مخکې  رانیولی  وو او غوښتل يي  چې  ددې  موټر  پر مټ  ځانمرګی  برید ترسره کړي‌ خپلې  شومې  موخې ته د رسیدو نه مخکې له منځه یوړل شول. برید کوونکي‌‌ پې کاکا ترهګرې  ډلې  غړي‌ دي.

د ویلو ده چې  تیر کال په همدې  شپو  ورځو کې  په پلازمینه انقره کې  د ریل ګاډي‌ په عمومي‌ تم ځای کې  د سیاسي‌ ګوندونو او مدني‌ ټولنو  په سترې  غونډه کې  ځانمرګی  برید وشو چې په پایله کې  په  سلګونو تنو ته  مرګ  ژوبله واوښته.


پيوندونه: #ترکیه , #انقره , #چاودنه

اړوند خبرونه