د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان پر خلاف په مبارزه کې مهم ګامونه پورته شول

د ترکیې حکومت د نوي تقنیني فرمان په صادرولو سره په دولتي اداراتو کې د ترهګریزو سازمانونو سره د غړیتوب په تور یو زیات شمیر مامورین له دندو ګوښه کړل

563586
د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان پر خلاف په مبارزه کې مهم ګامونه پورته شول

په ترکیه کې  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان او موازي دولت جوړښت پر خلاف  د مبارزې په برخه کې نوي ګامونه پورته شول.

د حکومت لخوا د صادر شوي نوي تقنیني  فرمان  له مخې  د هیواد نه بهر د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان   د ښوونځیو دیپلومونه  ددینه وروسته په ترکیه کې د اعتبار وړ ندي.

۶۷۳ شمیره  تقنیني  فرمان  په رسمي جریده کې  خپور شو.

د نوي تقنیني فرمان  له مخې  یو زیات شمیر کسان  د ترهګریزو سازمانونو د غړیتوب او د هیواد ملي امنیت پر خلاف د فعالیت  د ترسره کولو له امله  د دولتي اداراتو نه  تصفیه  او له دندو  وویستل شول.

د نوي تقنیني فرمان له مخې  د پولیسو د تشکیلاتو، جاندارما قومندانۍ، د سواحلو د امنیت قومندانۍ  او ګن شمیر وزارت خانو نه  یو زیات شمیر مامورین  له دندو ګوښه کړې شول.

همداشان  نوي تقنیني فرمان  هغه قاضیانو او څارنوالانو ته  چې په خپله خوښه  تقاعد شوي وي او یا يي خپل مسلک  ترک کړی وی  بیرته  ماموریت ته د  راګرځیدو  حق ورکړ. دې ډول قاضیانو او څارنوالانو ته  تر ۲ میاشتو پورې  د دندې لپاره د مراجعې  وخت  وټاکل شو.

د نوي تقنیني فرمان له مخې  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د لا درکه شوو غړیو چې د محکمې لخوا يي د نیولو حکم شوی دی  پاسپورتونه  فسخه شول.

همداشان  ددې فرمان له مخې  د هیواد نه بهر د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د ښوونځیو دیپلومونه  لغوه اعلان شول. پدې چوکاټ کې  په بهر کې  په زده کړه بوختو ۱۵۸ تنو  زده کړې وځنډول شوې .

د نوي فرمان له مخې  د ترکیې حکومت  ددینه وروسته  د هیواد نه بهر د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د تعلیمي موسساتو  د فراغت دیپلومونه نه تاییدوي.



اړوند خبرونه