د بري د ورځې په اړه د اردوغان پيغام
ولسمشر رجب طيب اردوغان په تركيه كې د اګست د ۳۰مې نېټې په مناسبت چې په هېواد كې د بري د ورځې په توګه لمانځل كيږي ځانګړى پيغام خپور كړى دى.
اردوغان په خپل پيغام كې د ترهګرۍ سره په مبارزې باندې ټينګار وكړ او زياته يې كړه چې د ترهګرو ډلو ترمېنځ د توپير پرته به په هېواد كې دننه او په ګاونډيو هېوادونو كې چې د ترهګو ځالې په كې دي تر هغه مبارزه وكړي چې د هېوادوالو ځاني امنيت تامين شي.
اردوغان په خپل پيغام كې د سوريې د جرابلس په ښار كې د تركي ځواكونو عملياتو ته په اشارې سره وويل چې پدې چوكاټ كې به د داعش، پې كا كا او په سوريه كې د هغې د څانګې پي واى ډي سره تر هغه پورې مبارزه وشي تر څو پورې چې دوى زموږ لپاره ګواښ وي.
اردوغان همداراز څرګنده كړه چې تركيه به د ترهګرو ډلو د خنډونو سره سره د روښانه راتلونكې پر لار جوت ګامونه پورته كړي او خاينې شبكو ته به اجازه ورنكړي چې د هېوادوالو ترمېنځ د يووالي، مساواتو او پيوستون مخه ونيسي.
د اردوغان د پيغام په يوې برخه كې داسې ليكل شوي دي:
`` د اګست د ۳۰مې نېټې برى بايد په ځانګړي توګه هغو ترهګرو ډلو ته درس وي چې زموږ د هېواد د ملي يووالي، پرمختګ او بقا پر خلاف جنګيږي. د جولاى د ۱۵مې نېټې د خونړى كودتا د اقدام پر وړاندې زموږ د ملت دريځ د دښمنانو پر وړاندې د لوى بريد سره يو شان دى.``
اړوند خبرونه
د تورکیې د نفوس ۱۵.۱ سلنه نفوس ځوانان دي.
د تورکیې احصایې انسټیټیوټ د ۲۰۲۳ کال لپاره د ځوانانو احصایه اعلان کړه.