ولسمشر اردوغان د بایدن سره د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې لیدنه وکړه
ولسمشر اردوغان پرون د ماښام په ساعتونو کې د امریکا مرستیال ولسمشر جو بایدن سره ولیدل
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د ماښام په ساعتونو کې د امریکا متحده ایالتونو مرستیال ولسمشر جو بایدن سره چې د رسمي سفر په ترڅ کې انقرې ته راغلی وو د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې لیدنه وکړه.
د لیدنې نه وروسته دواړو مشرانو په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ. ولسمشر اردوغان پدې خبري غونډه کې وویل چې د ښاغلي بایدن نه په لیدنه کې په ځانګړې توګه د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان او موازي دولت جوړښت د مشر فتح الله ګولن ترکیې ته د سپارولو غوښتنه وکړه.
ولسمشر اردوغان وویل چې بارو لري امریکا د ترکیې د مشروع غوښتنې د پرځای کولو په برخه کې به لازم ګامونه پورته کړي.
ولسمشر اردوغان ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته په اشارې سره وویل « د داعش په ګډون د ټولو ترهګرو ډلو او سازمانونو پر خلاف مبارزه د سیمې تر ټولو مهمه مسله ده. د ترهګرو ترمنځه توپیر شتون نلري. ښه ترهګرو او بد ترهګرو شتون نلري ټول یو شان ترهګر دي. هیچا ته به اجازه ورنکړو چې د ترکیې ملي امنیت ته ګواښ مخامخ کړي . »
د امریکا مرستیال ولسمشر جو بایدن د لوی ترهګرو فتح الله ګولن د اعادې اړوند د پوښتنې په ځواب کې وویل « امریکا د فتح الله ګولن نه د دفاع او حمایت په خاطر هیڅوک سبب نلري .»
هغه وویل چې د کودتا ناکام اقدام د پیلیدو د شیبې نه مونږ د ترکیې د مشروع حکومت نه ملاتړ اعلان کړ او ترڅنګ يي ودریدو.
هغه وویل چې امریکا متحده ایالتونه به د نوموړې ناکامې کودتا مسولین د قانون منګولو او عدالت ته د سپارولو په برخه کې د ترکیې سره هر ډول مرسته وکړي. هغه وویل د فتح الله ګولن د اعادې په برخه کې د امریکا د همکارۍ په اړه باید هیڅوک شک ونلري.
بایدن د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته په اشارې سره وویل چې ترکیه او امریکا به د ترهګرۍ پر وړانډې په مبارزه کې په شا ګام پورته نکړي.
جو بایدن یو ځل بیا ددې خبرې په ټینګار وویل چې د امریکا خلک تل د ترکیې او د ترکیې د مشروع حکومت نه ملاتړ کوي او ترڅنګ يي ولاړ دي. هغه وویل چې د کودتا نه وروسته ولسمشر باراک اوباما په نړۍ کې د لومړنیو کسانو نه وو چې ښاغلي اردوغان سره ټیلیفوني اړیکه ټینګه کړه.
بایدن ترکیې ته د کودتا نه سمدلاسه وروسته د نه راتګ له امله بښنه وغوښته.
هغه وویل « بښنه غواړم ، کاشکې چې مخکې راتللی شوای . »
د ویلو ده چې بایدن په ترکیه کې د خپلو لیدونو کتنو په چوکاټ کې لومړی د پارلمان د ریس اسماعیل قهرمان سره لیدنه وکړه. هغه د لیدنې نه وروسته د پارلمان د ودانۍ د هغه برخې نه چې د جولای د ۱۵ مې کودتا پر مهال پرې بمبارۍ شوې وې لیدنه وکړه.
بایدن د پارلمان ریس ته تسلیت وړاندې کړ او وویل چې « زړه غوښتل چې ددې پیښې نه یواځې یوه ورځ وروسته ترکیې ته راشم. د ترکیې د عسکرو لخوا په خپل پارلمان د بریدونو په اړه د خبر د ترلاسه کولو له امله ډیر خواشینی شوم، داسې شوم لکه په زړه چې راته چا چړې منډلې وي. دې پیښو ماته په امریکا کې د سپټمبر د ۱۱ مې پیښې راپه یاد کړې. »
هغه د ترک ملت نه د ښودلي شهامت او میړانتیا له امله مننه وکړه . هغه وویل چې په ترکیه کې په ډیموکراسۍ پوره باور لرو. ترکیه قوي او غښتلی هیواد دی او امریکا قوي ترکیې ته اړتیا لري.