په سوريه كې د تركيې نظامي عمليات دوام لري

د تركيې د وسله والو ځواكونو په چوكاټ كې د مشتركې ځانګړې دندې د ځواكونو او ايتلافي ځواكونو لخوا پيل شوي عمليات دوام لري.

558690
په سوريه كې د تركيې نظامي عمليات دوام لري

 

دا عمليات چې تېر سهار د تركيې په وخت څلور بجې د توپچي او هوايي ځواكونو د بمبارۍ سره پيل شول د تركيې كوماندو ځواكونه ۱۱ بجې د سوريې خاورې ته ننوتل.

د نظامي سرچينو د معلوماتو په اساس دا عمليات د تركيې د سرحدي امنيت د ساتنې په موخه ترسره شوي دي. د عملياتو په ترڅ كې د داعش اړوند ۶۳ هدفونه د ۲۲۴ توغندو په واسطه وويشتل شو.

سربېره پر دې په هوايي عملياتو كې ۱۲ هدفونه په ټوليزه توګه ويجاړ شوي دي.

دا په داسې حال كې ده چې د رويټرز خبري آژانس په سيمه كې د مخالفو سرچينو د معلوماتو په اساس ليكلي دي چې د داعش د ترهګرو د جرابلس په ګډون شاوخوا سيمې پرې ايښې دي.

د آزادې سوريې د اوردو ځواكونو د وسله والو ځواكونو د ټانكونو په ملتيا د جرابلس شاوخوا كلي ونيول او ددې ښارګوټي پر لور پرمختګ كوي. ويل كيږي چې د ښار ګوټي  زياته برخه نيول شوې ده خو تر اوسه پورې پوره كنترو لا نه دى ټينګ شوى.

د عملياتو پر مهال وسله والو ځواكونو ته مالي او ځاني زيان نه دى رسېدلى خو د آزادې سوريې يو تن سرتېرى وژل شوى دى. همداراز د داعش ۴۶ تنه اورپكي هم وژل شوي دي.

په سيمه كې د روانو چارو په اړه ولسمشر رجب طيب اردوغان وويل چې `` نن د جرابلس په سيمه كې نظامي ګام پورته شو. دې ښارګوټي ته د آزادې سوريې د اوردو سره يو ځاى د ايتلافي ځواكونو د هوايي ملاتړ په پايله كې مو سرتيري ننوتل.اوسمهال جرابلس او شاوخوا سيمې د آزادې سوريې د اوردو تر كنترول لاندې دي. په سيمه كې رسمي ودانۍ د دوى لاس ته لوېدلي دي. داعش د سيمې پرېښودلو ته اړ شوى دى. ``

په پام كې ده چې ددې عملياتو په ترڅ كې به د تركيې سرحدي امنيت ټينګ او په عين حال كې د سوريې د ځمكنۍ بشپړتيا نه ملاتړ  وشي.

د داعش پر وړاندې د تركيې د وسله وال پوځ مخامخ مبارزه د ايتلافي ځواكونو د فعاليتونو سره هم پوره مرسته كوي. د روانو عملياتو په پايله كې به له سوريې نه د كډوالو د راتګ بهير لږ شي، سيمې ته به د انساني مرستو د لېږلو چارې پيل شي او ترهګري عناصر به تصفيه شي.

ددې عملياتو په اړه ډيپلوماټيكې هڅې هم شوي دي. پدې اړه د روسيې هېواد ته معلومات وركړل شول.



اړوند خبرونه