له اردوغانه د امريكا د ولسمشر د مرستيال بښنه

د امريكا د متحدو ايالتونو ولسمشر جو بايډن چې د يوې رسمي ليدنې ليدنې لپاره تركيې ته راغلى وو د اړوندو مقاماتو سره ليدنې وكړې. ددې ليدنې تر ټولو مهمه يې د ولسمشر رجب طيب اردوغان سره وه.

559414

بايډن د كودتا د ناكام اقدام نه وروسته  تركيې ته له وړاندې د نه راتګ له امله بښنه وغوښتله. بايډن زياته كړه چې `` د امريكا ولس ستاسې تر څنګ ولاړ دى. باراك اوباما د لومړنيو كسانو نه وو چې ټيلفوني اړيكې يې ټينګې كړې. دا چې په تركيه كې د كودتا پر وړاندې مو اړوند غبرګون ونشو ښودلاى پخپله زه راغلم. بښنه غواړم. كاشكې كولاى مې شواى چې له وړاندې دلته راشم.``

ولسمشر رجب طيب اردوغان په تركيه كې د جولاى د ۱۵مې نېټې د ناكامې كودتا د اقدام نه وروسته د امريكا او اروپايي ټولنې هېوادونه ددې امله وغندل چې د تركيې سره يې خواخوږي ونه ښودله.

دا لومړى ځل دى چې د امريكا مرستيال ولسمشر په مستقيمه توګه بښنه غواړي.  

اړوند خبرونه