په ترکیه کې ۳۸ زره تنه په سپکو جرمونو تورن کسان په مشروط ډول خوشې کیږي

په ترکیه کې ۳۸۰۰۰ تنه زندانیان خوشې کیږي

553662
په ترکیه کې ۳۸ زره تنه په سپکو جرمونو تورن کسان په مشروط ډول خوشې کیږي

د ترکیې  د عدلیې وزیر  باقر بوداغ  وویل چې  د بیړني حالت د تقنیني فرمان  په چوکاټ کې  ۳۸ زره تنه  زندانیان په مشروط  ډول سره  خوشې کیږي.

د هیواد د عدلیې وزیر   بیړني حالت د  ۶۷۱ شمیرې تقنیني فرمان   د صادریدو نه وروسته  د ټولنیزې مډیا له لارې  د زندانیانو اړوند د نوو اصلاحاتو په اړه  معلومات ورکړل.

د عدلیې وزیر وویل چې  د نوو  اصلاحاتو له مخې  په مشروط ډول  د خوشې کیدونکو زندانیانو موده د یو کال نه  دوو کلونو ته  او په زندانونو کې د پاتې کیدو  موده  بیا  د ۳ نه ۲ برخې تیرولو  ته راټیټه کړې شوه.

ددې اصلاحاتو نه هغه  کسان چې  د خوشې کیدو لپاره يي دوه کاله یو کم  وخت پاتې وي   په مشروط ډول خوشې کیږي.

همداشان  په دویمه  ماده کې بیا  هغه کسان  چې  د حپس  د جزا د دریو نه دوه برخې  تیرې کړي وي  یو کال  مخکې په مشروط  ډول  خوشې کیږي.

هغه وویل چې  پدې چوکاټ کې به په لومړي پړاو کې  ۳۸ زره تنه  زندانیان  په مشروط  ډول  خوشې شي.

هغه  زیاته کړه چې  دا اصلاحات  عمومي بښنه نده  یواځې  په مشروط  ډول  خوشې شوي زندانیان به خپله سزا د زندان نه بهر تیروي.

هغه وویل چې د نوو اصلاحاتو نه په سنګینو جرمونو لکه وژنو، جنسي تیریو، د حکومت او دولت پر خلاف د هڅو ترهګرۍ  د  جرمونو  په څیر په جرمونو  تورن کسان  ګټه پورته کولی نشي.

دا اصلاحات یواځې په سپکو جرمونو د تورنو کسانو لپاره  دي.

همداشان  ددې اصلاحاتو نه  د روان کال د جولای د میاشتې د لومړنۍ نیټه نه د مخه  محکومین   ګټه پورته کولی شي.  


پيوندونه: #ترکیه , #زندانیان

اړوند خبرونه