نعمان کورتولموش : په ترکیه کې د جولای ۱۵ مې کودتا خامخا سیاسي شاخه هم لري
مرستیال لومړی وزیر : د ترکیې سیاسي تجربې دا ښکاره کوي چې دې کودتا سیاسي شاخه هم درلوده
د ترکیې مرستیال لومړي وزیر نعمان کورتولموش وویل چې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان او موازي دولت جوړښت کودتا خامخا سیاسي برخه هم درلودله. دا کودتا یواځې د عسکرو لخوا نده شوې.
مرستیال لومړي وزیر دا څرګندونې د یو خصوصي تلویزیون سره په مرکه کې وکړې.
هغه وویل چې خامخا دا کودتا په یو ځای کې سیاسي شاخه هم لري . د ترکیې سیاسي تجربې ددې ښکارندويي کوي.
دا چې دا سیاسي شاخه څوک او چیرته دي دا زمونږ دنده نده. مونږ د سیاستوالو په توګه اټکل کوو.
هغه د جولای د ۱۵ کودتا د ناکامې هڅې تهدیونه په کامله توګه دفع شوي او که نه ؟ د پوښتنې په ځواب کې وویل چې « ګواښونه ډول ډول دي. په ترکیه کې یو ځل بیا د وسله والو ځواکونو په لیکو کې د داسې یوې ناکامې کودتا هڅه ناممکنه خبره ده. »
هغه وویل چې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د ۴۰ کلونو راهیسې ددې کودتا لپاره تیاری نیولی وو، د هیواد د دولتي اداراتو په ګوټ ګوټ کې خپل کسان ځای په ځای کړي وو. د همدې امله ویلی شو چې دا ترهګریز سازمان کیدای شي چې اوس هم د کورنیو او بهرنیو غلامانو په واسطه ځینې هڅې وکړي.
مرستیال لومړي وزیر په هیواد کې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان پر خلاف روانې مبارزې ته په اشارې سره وویل « هر هغه چا چې ددې ترهګریز سازمان سره مرسته کړي وي، مستقیم یا غیرې مستقیم ددې ځواب به ورکوي. »
هغه د لوی ترهګر فتح الله ګولن د اعادې په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې امریکا متحده ایالتونو د اګست په ۷ مه نیټه په استانبول کې د میلیونونو تنو په ګډون د شهیدانو او ډیموکراسۍ د غونډې نه وروسته دریځ نرم کړی دی . پدې برخه کې ځیني پرمختګونه شوي دي.
هغه وویل چې امریکا په مخکې دوه انتخابونه لري. یا به د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان مشر چې په یوه شپه ۲۴۰ تنه ملکي او بې ګناه انسانان په قتل ورسول او څه باندې ۲ زره تنه يي ټپیان کړل ترجیح ورکوي او یا به ترکیې ته.
هیڅوک په ترکیه کې د ۷۹ میلیونو تنو په غوښتنې سترګې او غوږونه ټپولی نشي.
هغه د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان او داعش او پې کاکا ترهګرو سازمانونو ترمنځه اړیکو ته په اشارې سره وویل چې ټولو په ګډه د ترکیې پر خلاف لاس یو کړی دی . ټولو یواځنۍ موخه په ترکیه کې د استقرار له منځه وړل دي.
هغه وویل داسې ښکاري چې دې دریو ترهګریزو سازمانونو په ګډه ځیني حساب او کتاب کړی وو.