ترکیې یونان ته د تښتیدولو ۸ تنو کودتاچیانو د اعادې غوښتنه وکړه

ترکیې د یونان حکومت نه نوموړي هیواد ته د تښتیدولو ۸ تنو کودتاچیانو د اعادې غوښتنه وکړه

552863
ترکیې یونان ته د تښتیدولو ۸ تنو کودتاچیانو د اعادې غوښتنه وکړه

ترکیې  د جولای د ۱۵ مې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان او موازي دولت جوړښټ لخوا د کودتا د ناکامې هڅې نه وروسته  ۸ تنه کودتاچي سرتیرو چې  د چورلکې سره  یونان ته تښتیدلي وو د یونان حکومت ته د اعادې په خاطر  رسمي وړاندیز ولیږه.

د هیواد د عدلیې د وزارت د حقوقي چارو او بهرنیو اړیکو  ریاست  د یونان او ترکیې ترمنځه  د مجرمینو د اعادې د تړون له مخې  د یونان نه  د ۸ تنو کودتاچیانو د اعادې په خاطر  نوموړي هیواد ته رسمي وړاندیز ولیږه.

رسمي وړاندیز  د بهرنیو چارو وزارت له طریقه   یوناني مقاماتو ته  تسلیم شوی دی.

د ویلو ده چې  د استانبول  لوی څارنوالۍ  د نوموړو  ۸ تنو ترهګرو پر خلاف  د ۲۰۱۶ کال د جولای د ۱۵ مې ناکامې کودتا پر مهال  د ولسمشر د وژلو د هڅې ، د اساسي قانون پر بڼسټ ولاړ  نظام  د نسکورولو، د قضايي ارګانونو او حکومت پر خلاف د جرم، وسله وال بریدونو، وسله والې لټو مارۍ  او یو زیات شمیر نورو تورونو سره  دوسیه  جوړه کړې ده.

دوسیه  د اعادې د وړاندیز  سره  یو ځای د یونان مقاماتو ته سپارل شوې ده .

د اعادې په وړاندیز  کې  د یونان نه غوښتنه شوې چې  نوموړي ۸ تنه کودتاچیان هر څه ژر ترکیې ته وسپاري.

د یادولو وړ ده چې  یونان هم  نوموړي ۸ تنه  په غیرې قانوني توګه هیواد ته د راننوتو له امله په ۲ میاشتو حپس  محکوم کړي دي.



اړوند خبرونه