د عدالت او پراختيا ګوند ۱۵كلن شو.
د عدالت او پراختيا ګوند چې د تركيې په تاريخ كې تر ټولو بريالى سياسي خوځښت بلل كيږي له ننه پوره ۱۵ كاله وړاندې د ۲۰۰۱م كال د اګست په ۱۴مه نېټه تاسيس شو.
551498
دا ګوند چې د رجب طيب اردوغان په مشرۍ جوړ شو د تاسيس نه ۱۵ مياشتې وروسته يې په ټاكنو كې د ګډون سره پدې وتوانېد چې په يواځې ځان اقتدار خپل كړي.
دا ګوند په دې وتوانېد چې د تېرو ۱۵ كلونو په اوږدو كې ۴ لومړي وزيران او يو دوه تنه ولسمشران د تركيې سياسي تاريخ ته معرفي كړي.
سربېره پر دې د عدالت او پراختيا د ګوند د اقتدار پر مهال تركيې د پام وړ اقتصادي وده وكړه.
ټاكل شوې ده چې نن به ددې ګوند د تاسيس د لمانځلو په موخه يو لړ مراسم جوړ شي.
دې مراسمو ته په هېواد كې دننه او له هېواده بهر شاوخوا ۵ زره مېلمانه را بلل شوي دي.
دا مراسم به په تركيه كې د ناكامې كودتا په پايله كې شهيدانو ته د درناوي په موخه ساده وي.