ولسمشر اردوغان د ایران د بهرنیو چارو وزیر سره لیدنه وکړه
ایران د بهرنیو چارو وزیر : په ترکیه کې د کودتا ناکامه هڅه په کلکو ټکو غندو او د مشروح حکومت نه ملاتړ کوو
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف چې د رسمي سفر په ترڅ کې ترکیې ته راغلی وو پرون حضور ته ومنه.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ظریف د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د لیدنې نه وروسته د هیواد د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو په ملګرتیا د ملي شورا ودانۍ نه چې د جولای ۱۵ مه د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان لخوا د کودتا پر مهال پرې هوايي بریدونه شوي وو لیدنه وکړه.
ایراني وزیر دلته د چارواکیو نه د کودتا د شپې په اړه معلومات واخیستل او په ملي شورا يي د بمبارۍ له امله ژور خفګان څرګند کړ.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف دلته خبریالانو ته وویل چې سل کاله مخکې په همداشان د ایران په پارلمان هم ورته بمبارۍ شوې وه. د همدې امله د ترکیې د زړه نه مونږ ښه راځو.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د لومړي وزیر بنعلي ییلدرم سره هم لیدنه وکړه.
ایراني وزیر په ترکیه کې د کودتا ناکامه هڅه په کلکو ټکو وغندله او د ترکیې د منتخب او مشروع حکومت نه يي یو ځل بیا ملاتړ اعلان کړ.