ولسمشر اردوغان د جرمني تلویزیوني کانال سره په مرکه کې په جرمني نیوکې وکړې
ولسمشر اردوغان : اروپا دوه مخې چلند کوي
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې اروپا د کودتا او کودتاچیانو په مقابل کې د ترکیې نه لکه څرنګه چې لازم وه ملاتړ ونکړ.
ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د جرمني RTL تلویزیوني کانال سره د مرکې پر مهال وکړې.
ولسمشر اردوغان د جرمني د تلویزیوني کانال سره په مرکه کې د جولای د ۱۵ مې کودتا، د کودتا پر وړاندې د اروپا په دریځ، د ویزې په معافیت او د مهمو مسلو په اړه ارزونې وکړې.
ولسمشر اردوغان په ترکیه کې د جولای په ۱۵ مه د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان او موازي دولت جوړښت (FETÖ/PDY) لخوا د ترسره شوې کودتا د ناکامې هڅې په مقابل کې د اروپا په غوره کړي دریځ نیوکه وکړه او وویل « اروپا لکه څرنګه چې لازم وه د ترکیې نه ملاتړ ښکاره نکړ. د جولای په ۱۵ مه نیټه د کودتا ناکامه هڅه وشوه خو د درې ورځې وروسته د جولای په ۱۸ مه نیټه د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل ټيلیفون وکړ. مرکل په ترکیه کې د روانو پرمختګونو په اړه اندیښمن نه یو په څیر څرګندونو په حقیقت کې مونږ خواشینې کړو. مونږ د غچ اخیستو د احساساتو سره حرکت نه کوو. »
ولسمشر اردوغان وویل « مونږ د اروپا نه د کودتا پر خلاف زمونږ د مشروع او منتخب حکومت ترڅنګ د دریدو انتظار درلود. لکه څرنګه چې اروپا د پاریس د پیښو په اړه غبرګون ښودلی وو لږ تر لږه ترکیې هم د عینې غبرګون انتظار درلود. اروپايي هیوادونو لږ تر لږه خپل استازي ترکیې ته رالیږلی شو خو دا کار يي ونکړ.»
ولسمشر اردوغان وویل چې د فتح الله ګولن ترهګریز لخوا په ترسره شوې دې خونړۍ کودتا کې ۲۴۰ تنه معصوم او بې ګناه انسانان په شهادت ورسید او څه باندې ۲ زره تنه ټپیان شول. په ترکیه کې په ډیموکراسۍ او حکومت د برید او کودتا نه وروسته یواځې د اروپا د شورا عمومي سکرتر، د قطر د بهرنیو چارو وزیر او د اروپا یو وزیر ترکیې ته راغلل. دې مسلې په واقعیت سره چې مونږ ډیر خواشیني کړو.
ولسمشر اردوغان د اعدام د جزا په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې « د تیرې یکشنبې په ورځ په استانبول کې د ۵ میلیونو تنو په ګډون د شهیدانو او ډیموکراسۍ غونډه جوړه شوې وه. پدې غونډه کې ګډون کوونکو په یو اواز د اعدام غوښتنه کوله. هو که چیرې ولسي جرګه کې د اعدام جزا بیرته راولي او پدې اړه قانون تصویب کړي سمدلاسه يي تاییدوم. »
ولسمشر اردوغان د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې وویل چې « لکه څرنګه چې ټوله نړۍ پوهیږي په ترکیه کې په ټاکنو کې د ګډون کچه لوړه ده. د ترکیې خلکو په هرو ټاکنو کې د تیرو ټاکنو پر ځای ماته ډیرې رایې کړي دي. د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ۵۲ سلنه رایو سره د ولسمشر په توګه وټاکل شوم. یو ولسمشر چې د ۵۲ سلنه خلکو ملاتړ ترشاه ولري هغه څرنګه تبعض یا هیوادوالو ترمنځه فرق کولی شي. زما لپاره د ترکیې د خلک ټول یو شان دي ځکه چې زه د ولس مشر یم.
ولسمشر اردوغان د جرمني په قضايه قویې د نیوکې سره وویل « دوه اوونۍ د مخه د کولن په ښار کې د کودتا پر خلاف یوه ډیره لویه غونډه جوړه شوې وه. په پلان کې وه چې زه دې غونډې ته د ټیلې کنفرانس له لارې وینا وکړم خو د جرمني د اساسي قانون محکمې مونږ ته اجازه رانکړه. زه پدې برخه کې د جرمني قضایه قویې ته درناوی نه کوم. »