ترکیې د غزې لپاره مجعز روغتون جوړ کړ

په غزه کې د ترکیې او فلسطین د دوستۍ روغتون په نږدې راتلوونکي کې په فعالیت پيل کوي

550931
ترکیې د غزې لپاره مجعز روغتون جوړ کړ

ترکیې  د غزې  لپاره  په پرمختللو طبي وسایلو  سمبال  مجعز  روغتون  جوړ کړ. ترکیې  د غزې خلکو  د روغتیايي  ستونزو د حل په خاطر  په خپله غزه کې  لاس په کار پورې کړ.

د ترکیې  د همکاریو او همغږۍ اژانس  تیکا  په غزه کې د ترکیې او فلسطین د دوستۍ  روغتون  جوړ کړ. د ویلو ده چې  د روغتون  ساختماني  چارې  په وروستۍ  مرحله کې قرار لري. تمه کیږي  چې  نوموړی  روغتون  د راتلونکې کال  په لومړنیو میاشتو کې  په فعالیت پيل وکړ.

په فلسطین کې د تیکا د دفتر  مشر  په غزه کې د نوموړي روغتون د ساختماني  چارو نه د لیدنې نه وروسته د اناتولیا خبري اژانس ته وویل  چې  « په غزه کې  د ترکیې او فلسطین د دوستۍ  روغتون د مهمو  پروژو نه  یوه ده . دا روغتون  د فلسطین په کچه تر ټولو  لوی  او په پرمختللو طبي سامان آلاتو  جوړیدونکی  لومړنی  روغتون دی.»

هغه وویل چې  د نوموړي  روغتون په ساختماني  چارو څه باندې  ۴۰ میلیونه ډالره په مصرف رسیدلي دي. همداشان  د روغتون  د طبي سامان آلاتو لپاره  ۱۰ میلیونه ډالره ځانګړې شوي دي.

هغه وویل چې  دا روغتون  به په عینې حال کې  د علمي څیړونو په برخه کې هم  فعالیت وکړي. دا څیړنې به د تیکا  او اسلامي پوهنتون په مرسته ترسره کیږي.

د یادولو وړ ده چې  اسراییلو په ۲۰۱۴ کال کې په غزې  د بریدونو له امله په سلګونو تنه  ټپیان شوي وو چې  ځیني  د تداوۍ  په موخه  د هیواد نه بهر استول شوي وو. پدې چوکاټ کې  ۱۲۳ تنه  ترکیې ته راوړل شوي وو. ترکیې  پخپله غزه کې د غزې د  خلکو د روغتیايي ستونزو د حل په خاطر نسټوني  بډ وهل.

په فلسطین کې د تیکا دفتر مشر بولنت کورکمز  وویل چې  د غزې د روغتون او ترکیې د روغتونونو ترمنځه به د همکارۍ تړونونه لاسلیک شي. دا روغتون به په ځانګړې توګه د جراحۍ  په برخه کې  فعالیت وکړي.

هغه وویل چې  پدې روغتون کې به  د سرطان  او قلب د ناروغانو لپاره ځانګړې  څانګې  جوړې شي. همداشان په روغتون کې  یو پټنځای، جومات  او لوی کتابتون هم  جوړیږي.



اړوند خبرونه