د ترکیې او روسیې د بهرنیو چارو ، استخباراتو او وسله والو ځواکونو ترمنځه تماسونه پيل شوه.
ترکیې او روسیې د سوریې په مسلې هر اړخیزې خبرې پيل کړې
د ترکیې او روسیې د بهرنیو چارو ، استخباراتو او وسله والو ځواکونو ترمنځه تماسونه پيل شوه.
د ترکیې او روسیې د بهرنیو چارو ، استخباراتو او وسله والو ځواکونو استازو پرون د لومړي ځل لپاره د نوموړي هیواد د سانت پیترزبورګ په ښار کې غونډه وکړه.
د یادولو وړ ده چې د اګست د میاشتې په نهمه نیته روسیې ته د ولسمشر اردوغان د سفر او د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په لیدنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځه د سوریې د مسلې په اړه د بهرنیو چارو، استخباراتو او وسله والو ځواکونو د استازو په ګډون د یو میکانیزم د جوړیدو او تماسونو د پیلیدو پریکړه شوې وه.
د ترکیې هیت پدې اړه د لومړنۍ غونډې په موخه پرون روسیې ته سفر وکړ.
د روسیې د پارلمان د دفاعي کمیټې مرستیال ویکتور ودولاسکي ازویستیا ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي وو چې پدې غونډه کې د هر څه نه مخکې د سوریې سره د پولو د تړونو په مسلې خبرې وشوې.
هغه ویلي دي چې پرونۍ غونډه د تیرې سې شنبې په ورځ د ولسمشر اردوغان او ولسمشر پوتین ترمنځه د سوریې د مسلې په اړه د خبرو دوام وو.
هغه وویل چې د تیرې سې شنبې په ورځ هم د اردوغان او پوتین ترمنځه په سوریه کې د سولې د ټینګښت په مسلې خبرې شوې وې.