د ترکیې د ادانا ولایت محکمې د لوی ترهګر ګولن د ټولې شتمنۍ د ضبطولو حکم وکړ
په ترکیه کې لوی ترهګر فتح الله ګولن ته بل ستر ګوزار ورکړ شو
د ترکیې د ادانا ولایت د جزا دویمې محکمې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان او موازي دولت جوړښت (FETÖ/PDY) پر خلاف د اقامه دعوا په ترڅ کې د یاد شوي ترهګریز سازمان د مشر فتح الله ګولن د ټولې شتمنۍ د ضبطولو حکم وکړ.
د ادانا ولایت د څارنوالۍ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د ادانا ولایت د څارنوالۍ د ترهګرۍ او تنظیم شوو جرمونو څانګې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان او موازي دولت جوړښت د مشر په ګډون د ۱۷ تنو په اړه د اعمار په پلانونو کې د درغلیو سره د خپلو غیرمنقول اموالو بیه یو په لسه او په سله د لوړولو سره یادي شوي ترهګریز سازمان ته مالي سرچینه برابرولو له امله د جزا په دویمه محکمه کې اقامه د دعوا شوې وه.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ادانا ولایت د جزا دویمې محکمې د نوموړو د محاکمې په ترڅ کې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د مشر فتح الله ګولن ، غړیو هر یو عمر اکینجي، کمال ایلي بال او جمال سونجو د نیولو حکم وکړ.
محکمې ویلي دي چې نوموړي ۴ تنه د محاکمې نه د تیښتې له امله بهرنیو هیوادونو ته فرار کړی دی چې د همدې امله د فتح الله ګولن، عمر اکینجي، کمال ایلي بال او جمال سونجو د ټولې شتمنۍ د ضبطولو پریکړه وکړه.
د نوموړو په اړه د محکمې د حکم سره په ترکیه کې ددوې اړوند ټول بانکي حسابونه، منقول او غیرې منقول اموال، په شرکتونو کې برخې او قیمتي سندونو په ګډون ټوله شتمنۍ کنګل شوه.
د نوموړو د محاکمې لومړنۍ جلسه د مې په ۲مه نیټه ترسره شوې وه . محکمې هیت د محاکمې په لومړنۍ جلسه کې د فتح الله ګولن په اړه د هیواد د اساسي قانون پر بڼسټ ولاړ نظم او سیستم د لمنځه وړو په تور د ټول عمر لپاره د بند حکم کړی وو. همداشان په لومړنۍ جلسه کې د ادانا ولایت د ښاروال پخواني مرستیال ذهني الدرمز په اړه د ترهګریز سازمان د غړیتوب، دولتي دندې نه د ناوړه ګټې پورته کولو، ترهګریز سازمان سره د مالي مرستې او جعلکارۍ په تور د ۳۵ کلونو بند حکم وکړ.
همداشان د پاتو نورو تورنو کسانو لپاره د ۵ نه تر ۲۷ کلونو پورې د بند د سزا غوښتنه شوې ده .
د ویلو ده چې د ښاروال مرستیال په ادانا ولایت کې د یو وقف د پوهنتون په مځکه کې د کورونو جوړولو اجازه ورکړې وه او پدې ډول يي په لسکونو ډالره د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان لپاره مالي سرچینه برابره کړې وه. نوموړي پرته د رسمي سفرونو په کراتو مراتو د هیواد نه بهر سفرونه کړي وو او مصرف يي د ښاروالۍ د بودیجې نه ورکړی وو.
د نوموړو کسانو په اړه چې محکمې د بند حکم کړی دی ټول فراري دي.