د فتح الله ګولن په اړه د ښو معلوماتو ترلاسه کولو په خاطر د هغه ښوونځي په دقت وڅيړئ

په امریکا کې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د ښوونځیو په اړه شک او شبهې مخ په ډیریدو دي

550859
د فتح الله ګولن په اړه د ښو معلوماتو ترلاسه کولو په خاطر د هغه ښوونځي په دقت وڅيړئ

په ترکیه کې د کودتا د پلانوونکي او تنظیموونکي په اړه  د ښو معلوماتو  ترلاسه کولو په خاطر په امریکا کې د هغه ښوونځیو ته لنډه کتنه وکړئ.

دا د هغه مقالې سرلیک دی چې د امریکا د نیویارک ټایمز په ورځپاڼې  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان او موازي جوړښت  د مشر په اړه خپره شوې ده .

دا مقاله  د روبیرت امستردام  لخوا لیکل شوې ده .

روبیرت امستردام  د ترکیې لخوا په نړۍ کې  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان او موازي جوړښټ  په اړه  څیړونو ترسره  کولو په دنده ګمارل شوی دی.

روبیرت  امسترادم  ویلي دي چې په ترکیه کې  د جولای ۱۵ مې  کودتا  د یو زیات شمیر برخو لپاره  د یو جنګي فلم  د صحنې  په څیر ښکاري. د وسله وال پوځ په منځ کې  یو ډله  ترهګر  او د وطن  خائنین  د جنګي الوتکو ، ټانکونو او توپونو  د ترلاسه کولو نه وروسته  په پلازمینه کې  په کورونو  په ډیره ټیټه ارتفاع کې په الوتنو پیل کوي.

د پارلمان په ودانۍ بمبارۍ کوي، ټانکونه د اسیا او افریقا د دوه لویو وچو نخلوونکي پل د ټرافیک پر مخ تړي، ترهګر عسکر په دولتي راډیو تلویزیون  یرغل کوي  او یوه ډله  د ولسمشر د نیولو په خاطر په حرکت پیل کوي.

داسې  یوه پیښه د ۸۰ میلیونو نفوس خاوند ، د اټومي وسلو صاحب ناټو سازمان په غړي هیواد کې  رامنځته کیدل  ناممکنه ښکاریده  خو له بده مرغه چې  دا پیښه  په ټوله معنا سره  حقیقت  . په یو داسې  هیواد کې چې ډ ډیموکراتیکو لارو څخه  پکې د خلکو په ازادو رایو  حکومت او دولت  ټاکل شوی دی د حکومت او دولت د پرزولو هڅه وشوه. پدې  وحشیانه او خونړۍ کودتا هڅه کې  ۲۴۰ تنه بې ګناه  او یواځې په ډیموکراسۍ  مین  انسانان په شهادت ورسول شول  او څه باندې  ۲ زره تنه نور ټپیان شول. امسترادام  ویلي دي چې  ددې پیښې د ټپونو ښه کیدل  کیدای شي چې  کلونه دوام وکړي.

د پیښې اصلي مسول په توګه  معلوم شوی  کس .

د نوموړې ناکامې کودتا نه وروسته  دا معلومه شوه چې  دا خائنانه اقدام  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان او موازي دولت جوړښت د مشر فتح الله ګولن لخوا  چې د امریکا د پنسلوانیا په ایالت کې په یوې ډیرې مجللې او شاندازه  بنګله کې ژوند کوي  شوی دی. همداشان دې مسلې  یو ځل بیا د ټولو پام د ترکیې او امریکا  ترمنځه اړیکو ته راواړو.

ترکیې د فتح الله ګولن د نیولو حکم  کړی دی او د امریکا نه ترکیې ته د هغه د سپارولو غوښتنه کوي.

د بله پلوه  فتح الله ګولن  ددې  سپک  او خائنانه  اقدام  یعنې کودتا نه  انکار کوي  . ددې سربیره  د هغه  یو زیات شمیر پلویان ادعا کوي چې  هغه  د داسې  یو اقدام  نه  عاجز  دی.

د هغه  د مدافع وکیلان بیا  ادعا کوي چې  فتح الله ګولن  هیڅوخت داسې یوه کودتا نه پلانولی شي  او نه يي تظیمولی شي ، ځکه چې په لوی احتمال هغه  په دومداره توګه د استخباراتو د څار لاندې قرار لري. د همدې امله د هغه داسې یو لوی پلان  پټ نه پاتې کیده.

خو که چیرې  په امریکا کې  د فتح الله ګولن  ترهګریز سازمان  څه باندې ۱۵۰ ښوونځیو ته  چې  د شرکتونو تر نامه لاندې  فعالیت کوي  او پدې ښوونځیو کې د بوسو لاندې  څه ډول اوبه تیریږي ته  دقت وکړو  پخپله  هر څه  په ډاګه کوي.

د مقالې لیکوال  روبیرت امستردام  وايي چې  زمونږ حقوقي  چارو دفتر  ۷ میاشتې  د مخه  په نړۍ کې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د فعالیتونو د څارولو په موخه  د ترکیې لخوا په دنده وګمارل شو. خو کله چې مونږ  د فتح  الله ګولن په اړه په څیړونو پیل وکړ  په واقعیت سره  چې  د حیرانتیا سره مخامخ شو. داسې  څه مو  ولیدل  چې  مونږ  کله هم  باور نه کولو.

د فتح الله ګولن فعالیتونه

جاسوسانو مونږ ته وویل چې  د فتح الله ګولن په سازمان کې  په جدي توګه سلسلې  مراتب  شتون لري. په عمومي ډول  ددې سازمان  ټول امرونه پخپله د پنسلوانیا  د پوکونوس په سیمه کې د میشت فتح الله ګولن لخوا  د مخامخو غونډو پر مهال  ورکول کیږي او لاندې  طبقو ته  رسول کیږی.

د فتح الله ګولن  سازمان  په مشرۍ کې  یوه  ۷ کسیزه  مشورتي ډله  شتون لري. دا کسان  اوامر  مشورتي شورا ته  رسوي. دا شورا بیا  دا اوامر لومړی د سیمې په کچه  امامانو  او وروپسې بیا  د هیواد امامانو او وروسته بیا  په هر هیواد کې زون، ولایتونو، ښارونو، ولسوالیو، علاقه داریو، کلو ، بانډو امامانو  او زده کوونکو کورونو ته  رسول کیږي. د یاد شوي سازمان غړي  ټول  سوداګر، دولتي مامورین، عسکري چارواکي  او په هره برخه کې  مسولین  جلا جلا مسولیتونه  لري  او په جلا جلا برخو کې په دندو  ګمارل شوي دي.

د بله پلوه  فتح الله ګولن  په ډیر ندرت سره  خبرې کوي. د جوشوا هاندریک په نامه  یو تن اکاډیمسین  ویلي دي چې  د ( ترکیې او نړۍ په بازارونو کې مغلق اسلامي سیاستونه) په نامه  د کتاب په خاطر  د فتح الله ګولن  سازمان  د یو نږدي غړي  سره  مرکه وکړه. نوموړي  ددې خبرې په ټینګار وویل چې  د فتح الله ګولن په سازمان کې اوامر  په سرپټه توګه  چې یواځې  ددې سازمان غړي په معنا  پوهیږي  د پورته نه ښکته  پورې رسول کیږي.

نوموړي غړي ویلي دي چې فتح الله ګولن  د هر کال په غوښتنه کې « که چیرې دا کار وشي نو ښه به وي » داسې نه وايي چې خامخا  باید دا کار وشي. د بیلګې په توګه وايي چې  ولې  بانک  نه خلاصوۍ. هیڅوک  چا ته  د ته خطاب نکوي. د همدې امله  د هغه موریدان  د هغه په خبرو  ډير ښه اګاه  دي. د هغه  هره خبره  د ټولو لپاره د کاڼي کرښه ده. د هغه د خولې نه چې هر څه ووځي موریدان  هر څه ژر هغه پر ځای کوي. دا خبره د ځان لپاره جبري بولي.

هغه ویلي دي چې  د ګولن پلویانو  د بانکونو نه  لا زیات  کاروبار پیل کړی دی . د فتح الله ګولن  پلویانو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې  ۵۵ زره تجاري مرکزونه جوړ کړي دي او هر کال  ددې مرکزونو نه په میلیونونو میلیونونو ډالره  دې سازمان ته  انتقالوي. همداشان ددې پیسو نه  په مختلفو لارو کې کار اخلي. د بیلګې په توګه په امریکا کې څه باندې  ۱۵۰ ښوونځي پرانیستي دي. دوی د ځان لپاره  کسان ټاکي او هغوې د خپل اغیزو لاندې نیسي.

په امریکا کې  د فتح الله ګولن د ښوونځیو نه د غیرې قانوني پیسو انتقال.

 

د  بیلګې  په توګه  په کالیفورنیا  ایالت کې  د مګنیولیا د دولتي‌ ښوونځیو نه  د یو  نه یادونه کوو.  په هغه وخت کې  د نوموړي‌ ښوونځي‌ مشر  د ښوونځي مځکه  د فتح الله ګولن ترانسپورتي‌ شرکت ته  په کال کې د ۷۰۰ زرو امریکايي ډالرو په بدل کې  د ورکولو پر مهال  لاس په لاس نیول شوی وو. همداشان  د نوموړي‌ ښوونځي‌  دې  مشر  په همدې  کال کې  د ښوونځي‌ نه د جلا کیدو نه وروسته   د باربرۍ  شرکت د مشر په توګه په دنده پیل وکړ. همداشان   وروسته  د  فتح الله ګولن د ترانسپورتي‌ او باربرۍ د شرکت په اړه  چې  په واقعیت سره  د مګنولیا ښوونځیو سره مالي‌ مرسته کوي‌ او که نه څیړنې  پیل شوې وې. ددې  څیړنې اسناد او شواهد هم  موجود  دي.

د امریکا  د اوکلاهاما   په ایالت کې  د دولت لخوا په ترسره شوو څیړونو کې  د فتح الله ګولن د دوف  اکادمي‌ چې  د ګولن په شخصي‌ مځکه کې  جوړ شوی دی په کال کې  ۳ عشاریه ۱ میلیون ډالره  د ګولن سازمان ته  کرایه ورکوي. په څیړونو کې  دا هم  معلومه شوې وه  چې  د نوموړي‌ اکادمۍ  د مځکې  خاوندان  د اکاډمۍ  د اجراییوي‌ شورا  غړي‌ عیني‌ کسان  دي. د فتح الله ګولن  سازمان  د نوموړي‌ ښوونځي‌ په بهانه  د دولت نه  پیسې  اخلي‌ او د خپلو نورو موخو په خاطر يي په مصرف  رسوي.

همداشان  پداسې  حال کې  چې  د نوموړي‌ اکاډمۍ هیڅکوم زده کوونکي  په کومې  سیالۍ کې  ګډون ندی  کړی  د ددوی  په نامه يي د اکادمۍ نه  په سلګونو زره ډالره  د ګولن سازمان خزانې ته انتقال کړي دي.

امستردام  ویلي‌ دي‌ چې   په امریکا کې  د فتح الله ګولن  ترهګریز  سازمان  اړوند  په  ښوونځیو کې  د غیرې قانوني‌ پیسو  انتقال  لړۍ اوس هم  دوام لري. د بیلګې په توګه  په ۴۶  نسبتآ  کوچنیو ښوونځیو او   ۱۵  نوو  لویو ښوونځیو  کې  جدي‌ درغلۍ  او غیري‌ قانوني‌ راکړې  ورکړې  دوام لري.  دا سازمان  د ډیرو ښوونځیو  لپاره  په وړیا توګه  مفردات  ، پروګرامونه او تعلیمی‌ سیالۍ  برابروي‌ خو  د ښوونځیو نه ددې  په بدل کې  بودیجه  اخیستل کیږي . د ویلو ده  چې  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان شبکه  هره ورځ  د خپل نفوذ په خاطر  هڅه کوي .

همداشان  پدې شبکه کې  د ګولن  غړي  سلسله په سلسله  ارتقاع کوي. د ارتقاع په کولو سره  د یو ښوونځي‌ نه  بل ښوونځي‌ ته استول کیږي. د دې شبکې   تر ټولو زیات  د اعتماد  وړ  کسان  د هارموني ښوونځیو ته استول کیږي. د هارموني‌ دولتي‌ ښوونځي‌ لنډه  موده  مخکې  د فتح الله ګولن  په مځکه  کې  د نوي‌ ښوونځي‌ د جوړولو  په خاطر د ۱۸ میلیونو ډالرو  په ارزښت  تړون لاسلیک کړ. په اصل کې  د نوي‌ ښوونځي‌ دا مځکه  د هارموني‌ د ښوونځیو د پلان او بودیجې د پخواني‌ مدیر لخوا  کارول کیده. د نیویارک ټایمز ورځپاڼې  پدې اړه  یو خبر هم  خپور کړی وو. په خبر کې  ویل شوي‌ وو چې  د هارموني‌ د ښوونځي‌ د پخواني‌ مدیر  په عینې وخت کې  ساختماني‌ شرکت  هم  درلود. پداسې  حال کې  چې  دا شرکت  نوی  او بې تجربې وو  خو  ۸  عشاریه  ۲ میلیونه ډالره  عواید يي ښودلي‌ وو. دا شرکت  او دا کسان  ټول  فتح الله ګولن ترهګریز سازمان ته  نږدې  کسان  ول. 

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې  په امریکا کې  د فتح الله ګولن  ترهګریز د ښوونځیو په اړه په خپور کړي‌ یو بل خبر کې  ویلي‌ وو  چې  ددې  ښوونځیو  په اړه  د ټولو سره ډول ډول  پوښتنې  شتون لري. ایا  د فتح الله ګولن  سازمان  د دولت نه  ترلاسه کیدونکی  پیسې  په کومو  لارو  په مصرف رسوي؟ ددې پیسو  نه په کومو کومو لارو کې  ګټه پورته کیږي. 

 

 



اړوند خبرونه