په ترکیه کې د ډیموکراسۍ نوبت پایته ورسید
د ترکیې په ۸۱ ولایتونو کې د ولسمشر اردوغان په غوښتنه پیل شوی د ډیموکراسۍ نوبت د ولسمشر اردوغان په غوښتنه پایته ورسید
په ترکیه کې د جولای د ۱۵ مې د کودتا د ناکامې هڅې نه وروسته پيل شوی د ډیموکراسۍ نوبت تیره شپه د هیواد په یو زیات شمیر ښارونو کې د سلګونو زرو تنو په ګډون د ځانګړو مراسمو سره پایته ورسید.
په پلازمینه انقره کې د ولسمشرۍ د ماڼۍ په مخکې ځانګړي مراسم جوړ شوي وو. مراسم د قرانکریم په تلاوت او ناکامې کودتا شهیدانو او ټپیانو ته د دعا سره پيل شول.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره شپه په پلازمینه انقره کې د ولسمشرۍ ماڼۍ په مخکې راټولو شوو په لسګونو زرو تنو هیوادوالو ته وینا وکړه. ولسمشر اردوغان وویل چې د تیرو ۲۷ شپو راهیسې روان د ډیموکراسۍ نوبت پایته رسو. هغه وویل چې د ډیموکراسۍ نوبت په میدانونو کې پایته رسو خو په زړونو کې ژوندی ساتو.
د یادولو وړ ده چې د جولای په ۱۵مه د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان او موازي جوړښت لخوا د کودتا د ناکامې هڅې نه وروسته د ولسمشر رجب طیب اردوغان په غوښتنه پیل شوی د ډیموکراسۍ نوبت ۲۷ ورځې وروسته پایته ورسید. د تیرو ۲۷ شپو په دننه کې د هیواد په ۸۱ ولایتونو کې په سلګونو زرو تنو د ډیموکراسۍ د نوبت په خاطر شپې په میدانونو کې سبا کولې.
ولسمشر اردوغان تیره شپه د ولسمشرۍ ماڼۍ په مخکې راټولو شوو په لسګونو زرو تنو ته وویل چې « په ترکیه کې انقره یواځنی د هغه استثنا ښارونو نه وو چې د چا لخوا اشغال شوی نه وو چې د همدې امله يي د خپلواکۍ ورځ نه درلوده. خو نن ورځ انقرې هم د خپلواکۍ ورځ پیدا کړه. ددینه وروسته د جولای ۱۵ مه د انقرې د خپلواکۍ ورځ ده . »
ولسمشر اردوغان وویل چې د ډیموکراسۍ نوبت ته یواځې په معلومو ساعتونو او معلومو ځایونو کې نه بلکې د ډیموکراسۍ، ازادۍ، دولت، ملت او روښانه راتلونکي په خاطر د ورځې ۲۴ ساعته، د کال ۳۶۵ ورځې په کورونو، دفترونو او هر ځای کې باید دوام ورکړو. ځکه چې پدې نه پوهیږو چې دامونه، خیانت او خرابکاري د چا لخوا چیرته او څه وخت رامنځته کیږي. لکه څرنګه چې پوهیږۍ په ترکیه کې خانین کم ندي. هر یو په خپل وار سره خیانت کوي. د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د خیانت نوبت د پې کاکا ترهګرې ډلې ته تسلیموي او هغه يي بیا د داعش ترهګرې ډلې ته.
ولسمشر اردوغان د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان مشر فتح الله ګولن ترکیې ته د اعادې په اړه وویل چې « وخت وي او که ناوخته امریکا مجبوره ده چې انتخاب وکړي. امریکا مجبوره ده چې د ترکیې او لوی ترهګر فتح الله ګولن ترمنځه یو انتخاب کړي. د ډیموکراتیک هیواد او ترهګریز سازمان ترمنځه انتخاب وکړي. »
ولسمشر اردوغان وویل چې د کلونو کلونو راهیسې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د بې عدالتۍ، ریاکارۍ،ناحقو تهمتونو او بې قانونۍ سره مبارزه کوو خو دې ترهګریز سازمان دا ځل د بې ګناه انسانانو په وینو لاسونه سره کړل او د وطن سره خیانت وکړ. ولسمشر وویل چې ترک ملت هر څه بښلی شي خو خیانت هیڅوخت نه بښي. هیڅوخت خیانت زغملی نشي.
ولسمشر اردوغان د پې کاکا ترهګرې ډلې پر وړاندې روانې مبارزې ته په اشارې سره وویل چې « هر هغه څوک چې د ترکیې خاورې ته په بده سترګه وګوري او یا د ترکیې په خاوره حساب کتاب وکړي ددې بدل به خامخا ورکوي . »
ولسمشر اردوغان ټولو هغه هیوادوالو نه چې د کودتاچیانو چټل پلان يي ناکامه کړ او د تیرو ۲۷ شپو راهیسې په ډیره سرلوړۍ او وقار سره د ډیموکراسۍ نوبت ته دوام ورکړ او شپې په میدانونو کې سبا کړې د زه له کومې مننه وکړه. ولسمشر اردوغان وویل چې تاسې ددې وقار او میړانتیا سره ټول عالم ته د ډیموکراسۍ ، یووالي ، اتحاد او اتفاق درس ورکړ. ولسمشر اردوغان وویل چې « الله تبارک و تعالی دې زمونږ د ملت او وطن حفاظت وکړي. هغه وویل چې د ډیموکراسۍ د نوبت په برخه کې ویرګل ږدو او دم ګړۍ يي پایته رسو. خو په زړونو کې دې نوبت او مبارزې ته په همدې شان دوام ورکوو. »