د ايران د بهرنيو چارو وزير تركيې ته راځي
ټاكل شوې ده چې د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف سبا ته تركيې ته راشي.
550203
ظريف به د خپل تركي سيال سره د ليدنې سربېره د لومړي وزير بنعلي ييلدرم او ولسمشر رجب طيب اردوغان لخوا هم حضور ته ومنل شي.
د ليدنې پر مهال به د تركيې – ايران ترمېنځ د اړيكو په اړه هر اړخيز بحث وشي. همداراز راز به د يو لړ سيمه ايزو او نړيوالو مسايلو په اړه هم خبرې اترې وشي.
ددې ليدنې د جزيياتو په اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي.