د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم د ډیموکراسۍ په نوبت کې ګډون وکړ.
د ترکیې لومړي وزیر : ترک ملت د جولای په ۱۵ مه یو ځل بیا د استقلال جګړه وګټله
د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم د ډیموکراسۍ په نوبت کې ګډون وکړ.
لومړي وزیر ییلدرم تیره شپه په پلازمینه انقره کې په لسګونو زرو تنو ته وینا وکړه.
هغه وویل چې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان مشر او د کودتا تنظیموونکی فتح الله ګولن به خامخا ترکیې ته راځي او ددې ټولو جنایتونو حساب به ورکوي. هغه زیاته کړه چې د جولای د ۱۵ مې کودتا د ناکامیدو اصلي لامل د ولسمشر اردوغان قوي مشري او مړانتیا ده.
لومړي وزیر ییلدرم تیره شپه د ولسمشرۍ د ماڼۍ په مخکې راټولو شوو په لسګونو زرو تنو ته په وینا کې وویل چې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د ناکامې کودتا د هڅې سره هیواد د پاڼ ځنډې ته وړی وو چې د ترک ملت د میړانتیا او شهامت له امله وژغورل شو. هغه وویل چې د جولای د ۱۵ مې کودتا ټولو فاعلین به یو یو د خپلو اعمالو په سزا ورسول شي. ټولو ته به ډیره سخته جزا ورکړل شي.
لومړي وزیر زیاته کړه چې په ترکیه کې د کودتا نه وروسته د رامنځته شوي ټولنیز او سیاسي مطابقت او یووالي د دوام په خاطر به هڅه وکړي. هغه وویل چې نن ورځ دا وطن د جولای د ۱۵ مې د کودتا د شهیدانو له برکته وطن دی. ترک ملت خپل عظمت یو ځل بیا ټولې نړۍ ته په ډګه کړ.
لومړي وزیر وویل چې نن شپه د ولسمشر رجب طیب اردوغان په حضور کې د ډیموکراسۍ د نوبت وروستۍ شپه ده. هغه د ولسمشر اردوغان نه د کودتاچیانو په مقابل کې د ښودلي وقار او میړانتیا له امله مننه وکړه. هغه وویل چې د کودتا مخه د ولسمشر اردوغان قوي مشرۍ او ستاسې ملاتړ نیولی دی. ولسمشر اردوغان په خلکو میدانونو ته راووځئ د غږ کولو سره د کودتاچیانو پخې سستې شوې.
هغه وویل چې ترک ملت د ترکیې راتلونکی، بیرغ نامرادانو ته تسلیم نکړ، کودتاچي خاینینو ته يي د استقلال د مبارزې د ادارې مرکز ملي شورا ودانۍ ته د ننوتو اجازه ورنکړه، ولسمشر اردوغان او حکومت تر څنګ ودرید او د ولسمشرۍ د ماڼۍ د اشغال مخه يي ونیوله. دې ملت د جولای په ۱۵ مه یو ځل بیا استقلال جګړه وګټله.