د سوریې له لوري راتوغول شوي دوه د توپ مرمۍ په ترکیه کې وغورځیدې.
په ترکیه کې د سوریې له لورې راتوغول شوي د توپ مرمۍ وغورځیدې
549913
د سوریې له لوري راتوغول شوي دوه د توپ مرمۍ په ترکیه کې وغورځیدې.
د ترکیې د هتای ولایت د یایلاداغ ولسوالۍ په اطرافو کې د سوریې له لورې راتوغول شوي دوه د توپ مرمۍ ولګیدې. په پیښه کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی.
د هتای ولایت امنیتي سرچینو ویلي ګمان کیږي چې دا د توپ مرمۍ د اسد د رژیم لخوا په ترکمن داغ سیمې د روانو بریدونو په ترڅ کې راغورځیدلي وي. امنیتي سرچینو ویلي دي چې په ترکیه کې د توپ د مرمیو د راغورځیدو نه سمدلاسه وروسته د ترکیې سرحدي ځواکونو په متقابلو توپخانې بریدونو لاس پورې کړ.
د ترکیې توپچي ځواکونو د سوریې په خاوره کې په هغه سیمه چې توپ ډزې ترینه شوي دي پراخه بریدونه وکړل.
د یادولو وړ ده چې د تیرو ۴ ورځو په دننه کې دا څوم ځل دی چې د سوریې له لوري راتوغول شوي د هاوان او توپ مرمۍ د ترکیې په خاوره کې غورځیږي.