د ترکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان  روسیې  ته تاریخي  سفر ترسره کړ.

ترکیې او روسیې د اړیکو د پخوا په پرتله د لا قوي کولو پریکړه وکړه

548718
د ترکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان  روسیې  ته تاریخي  سفر ترسره کړ.

د ترکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان  روسیې  ته تاریخي  سفر ترسره کړ.

ولسمشر اردوغان  وویل چې  د انقرې او مسکو ترمنځه  به له سره  د قوي  دوستۍ  او  متقابل  اعتماد  پر بڼسټ  د پخوا په پرته  لا مضبوطې  او قوي  اړیکي  جوړې شي .

ولسمشر اردوغان  د روسیې  د ولسمشر ولادیمیر پوتین  سره  د سانت پیترزبورګ په ښار کې  لیدنه وکړه. د لیدنې نه وروسته دواړو مشرانو په ګډه خبري ناسته کې ګډون وکړ.

ولسمشر اردوغان  خبري غونډې ته وویل چې  د ښاغلي پوتین سره په لیدنه کې  په هره برخه کې په هراړخیزو همکاریو  په تفاهم  ورسیدل  او انشاالله چې ددینه وروسته به  ارتباطات  لا په قوي  توګه دوام  وکړي.

ولسمشر اردوغان په ترکیه کې د اق کویو د اټومي انرژۍ بټۍ  او ترک جریان د نللیکې په څیر  د لویو پروژو په اړه وویل چې  « ددې پروژو  چارې به  په چټکۍ  سره  دوام وکړي »

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین  بیا  خبریالانو ته وویل چې غواړي د ترکیې اړیکې  د تیر کال  د نوامبر په میاشت کې  د الوتکې د ویشتو نه  د مخکې په څیر  لا قوي کړي.

هغه وویل چې ولسمشر اردوغان سره  يي ډیره مهمه  او هړاړخیزه  لیدنه وکړه  او د منځمهال پروګرامونو په مسلې سره په تفاهم ورسیدو.

هغه  زیاته کړه چې  د انرژۍ په برخه کې د موجودو پروژو  د سرته رسولو په خاطر باید  جدي  سیاسي ګامونه پورته شي ځکه چې  زمونږ ترمنځه  د سوداګریزو همکاریو لویه برخه  د انرژۍ سکتور تشکیلوي.

هغه زیاته کړه چې  د تیر کال د نوامبر د ۲۴ مې د پیښې نه وروسته  په ترکي شرکتونو لګول شوي  بندیزونه به مرحله په مرحله  لرې کړي . پدې اړه به د دواړو هیوادونو د ګډو کمیسیونونو ترمنځه  لیدنې دوام وکړي.

د ویلو ده چې  ولسمشر اردوغان  او ولسمشر پوتین  د سوریې د مسلې په اړه  ځانګړې  لیدنه وکړه. دا لیدنه  د مخکې نه پلان شوې نوه.

د یادولو وړ ده چې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ترکیه کې د جولای د ۱۵ مې ناکامې کودتا نه وروسته خپل لومړنی بهرنی سفر روسیې ته وکړ.

همداشان  د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین  په ترکیه کې د کودتا د ترسره کیدو نه  په سبا لومړنی بهرنی  ولسمشر وو چې ولسمشر اردوغان سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې او د هغه نه يي ملاتړ  اعلان کړ.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ولسمشر اردوغان سره  د سانت پیترزبورګ  د قونستانتین په ماڼۍ کې  لیدنه وکړه. لیدنه  په ډیره ګرمه  او صمیمي  فضا کې تیره شوه. ولسمشر پوتین  د ولسمشر اردوغان نه  ډیر ښه  او تود هر کلی وکړ.

دواړو مشرانو د دوه په دوه لیدنې نه وروسته  په لنډه توګه خبري غونډې ته معلومات ورکړل.

د ویلو ده چې  د ټولې نړۍ او په ځانګړې توګه د لویدیځې نړۍ پام  او سترګې دې  لیدنې ته اوښتې وې. ولسمشر اردوغان او پوتین  د دواړو هیوادونو ترمنځه د الوتکې د بحران نه وروسته  د لومړي ځل لپاره لیدنه وکړه.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ولسمشر اردوغان نه په ترکیه کې پدې مهمو شپو ورځو کې د هغه سره د لیدنې او روسیې ته د راتګ له امله مننه وکړه.

همداشان ولسمشر اردوغان هم  د خپل روسي سیال نه په ترکیه کې  د جولای د ۱۵ مې ناکامې کودتا نه وروسته  د لومړني بهرني ولسمشر په توګه  د ټيلیفون په کرښه د خبرو کولو او د ترکیې د مشروع او منتخب حکومت نه د ملاتړ اعلانولو له امله  مننه کړه او خوښي څرګنده کړه.

ولسمشر اردوغان وویل  چې انشاالله دا سفر به په سیمه کې د روانو ستونزو د حل په برخه کې هم  مرسته وکړي.

 



اړوند خبرونه