ترهګرو یو تن  ترک  سرتیری  شهید  او یو تن  بل  ټپي کړ.

په بتلیس ولایت کې یو تن سرتیری په شهادت ورسید

546025
ترهګرو یو تن  ترک  سرتیری  شهید  او یو تن  بل  ټپي کړ.

ترهګرو یو تن  ترک  سرتیری  شهید  او یو تن  بل  ټپي کړ.

د ترکیې د بتلیس ولایت  د خیزان په ولسوالۍ کې  د پې کاکا  ترهګرې ډلې په برید کې  یو تن  سرتیري په شهادت ورسید او یو تن  اربکی  سرتیری  ټپي شو.

د بتلیس والي  احمد چنار  د اناتولیا خبري اژانس ته وویل چې  د خیزان په ولسوالۍ کې  د پې کاکا ترهګرې ډلې  پر خلاف د روانو عملیاتو په ترڅ کې  یو تن  سرتیری په شهادت ورسید  او یو تن اربکی سرتیری ټپي شو.

هغه وویل چې  د خیزان ولسوالۍ د نظر په سیمه کې  ترهګرو په امنیتي ځواکونو  د عملیاتو پر مهال  برید وکړ. والي ویلي دي چې  په سیمه کې  د پې کاکا  ترهګرې ډلې د اورپکو د نیولو په خاطر پراخه د پلټنې عملیات پیل شوي دي.


پيوندونه: #ترکیه , #سرتیری , #شهادت

اړوند خبرونه