اردوغان : لویدیځه نړۍ د ډول ډول لوبو سره د ترکیې د پرمختګ مخه نیسي

د ترکیې ولسمشر د جولای د ۱۵ کودتا په اړه د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون سره مرکه وکړه

545246
اردوغان : لویدیځه نړۍ د ډول ډول لوبو سره د ترکیې د پرمختګ مخه نیسي
cumhurbaşkanı erdoğan (2).jpg

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان او موازي دولت جوړښت  (FETÖ/PDY)  پې کاکا ترهګرې ډلې، په سوریه کې د پې کاکا عسکري څانګې  پي وای ډي  او داعش  ترهګرې ډلو ترمنځه  همکاري او په ګډه  حرکت کول  په کلاره کلاره  روښانه کیږي.

ولسمشر اردوغان  د جولای په ۱۵مه د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان لخوا  د کودتا د ناکامې هڅې  د شپې او وروسته  رامنځته شوو پرمختګونو په اړه  د ترکیې ملي راډیو تلویزیون  پوښتنې ځواب کړې.

ولسمشر اردوغان وویل چې  د کودتا  پر مهال  د خپلې کورنۍ سره  یو ځای  د موغلا ولایت د مارماریس په ولسوالۍ کې وو. د کودتا خبر يي  لومړی د خپل اوښي نه ترلاسه کړ. ولسمشر اردوغان  زیاته کړه چې  د کودتا د خبر د ترلاسه کولو او ددې خبر د تاییدو نه وروسته يي  د تلویزیونو  له لارې هیوادوالو ته  میدانونو ته د راوتو بلنه ورکړه. هغه وویل چې  همدې بلنې  او د خلکو لخوا دې بلنې ته د لبیک ویلو سره  د کودتا  اقدام  د ناکامیدو پر لورې روان شو.

ولسمشر اردوغان وویل چې خلکو ته د بلنې ورکولو نه وروسته يي  سمدلاسه استانبول ته د تلو پریکړه وکړه.

ولسمشر اردوغان وویل چې  استانبول ته پداسې حال کې سفر وکړ  چې د کودتاچیانو اف ۱۶ جنګي چورلکو څو ځله  ددوې د الوتکې  د ویشتو هڅه وکړه.

هغه وویل پدې سفر کې  میرمن، لور ، لمسیانو او زوم  هم  ورسره ملګرتیا کوله. د سفر په اوږدو کې  ټولو  ډیر زیات متانت  وښود خو یواځې  ماشومان  کله نا کله  ډاریدل.

ولسمشر اردوغان وویل چې  د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۰ کال کې  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان  د پراخو فعالیتونو په اړه يي خبر ترلاسه کړ. په ۲۰۱۰ کال کې پوه شوم  چې دا سازمان  په کومه اندازه  پراخه فعالیتونه لري. 

هغه وویل چې  د کودتا  د خبر د ترلاسه کولو پر مهال يي په عقل  کې هم  نه ګرځیدل  چې دا کودتا به ددې ترهګریز سازمان لخوا تنظیم  شوي وي.

ولسمشر اردوغان وویل چې  د هیواد په ټولو اداراتو او په ځانګړې توګه د وسله والو ځواکونو په لیکو کې  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د غړیو او لاسپوڅو  په تصفیه  پيل شوی دی او په چټکۍ سره  دوام لري. ولسمشر اردوغان وویل چې  فتح الله ګولن ترهګریز سازمان پر خلاف پدې مبارزه کې به  د حقوقو د چوکاټ کې نه  بهر ګام پورته نکړي  خو  دا باید ووایو چې  ددې سازمان پر خلاف به په هیڅډول  مرحمت  ونه ښودل شي. د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان پر خلاف  هر ډول مرحمت ښودل  او یا ددوې پدې  ناوړه  اقداماتو سترګې پټول  د جولای د ۱۵ مې شهیدانو  او غازیانو سره  ستر خیانت  دی.

ولسمشر اردوغان وویل چې  د جولای د ۱۵ کودتا نه وروسته  د هیواد په ډیرو ارګانونو او په ځانګړې توګه  د امنیتي ارګانونو په ساختار کې  په جدي اصلاحاتو پیل وشو. دم ګړۍ  د هیواد  ټول  استخباراتي  ارګانونه د یو چت لاندې د راټولو  په مسلې کار کوو. په نږدې  راتلونکې کې به د حکومت  سره پدې مسلې خبرې وکړو او ګډه پریکړه به وکړو.

ولسمشر اردوغان  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان نه د سرطاني حجرو په  توګه یادونه وکړه او وویل چې «  هیواد ددې سرطاني حجرو نه  د ژغورلو په خاطر  مجبور یو  چې دا سرطاني  حجرې  په کامله توګه له منځه یوسو او وجود  ترینه  پاک  کړو.»

ولسمشر اردوغان  د مرکې پر مهال  د جولای د ۱۵ ناکامې کودتا په شپه  د خلکو د شهامت او میړانتیا  په اړه  د جوړ شوي  لنډ فلم  د نندارې پر مهال  د سترګو نه اوښکې جارې شوې.

ولسمشر وویل چې  د ترکیې خلکو  د خپلو وینو په بیه  ددې خونړۍ  کودتا مخه ونیوله . هغه وویل چې د کودتا د مخنیوي په لاره کې د ترک لخوا ښودل شوې  جسارت او میړانیتا  تر اوسه پورې په بل هیڅ ځای کې ندی لیدل شوی.

ولسمشر اردوغان په لویدیځې نړۍ د نیوکې سره وویل چې  په کودتا يي سترګې پټې کړي او غوږونه ټپ کړي دي. هغه وویل چې  د کودتا نه وروسته د لویدیځې نړۍ هیڅکوم مشر ترکیې ته رانغی او دا منظره د نږدې نه ننداره نکړه. ولسمشر اردوغان  په لویدیځې نړۍ  غږ وکړ چې  د ترکیې  د سوق او اداره کولو، ویشلو او  پارچه پارچه کولو خوب او خیال  قبر ته  د ځان سره  یوسئ. د ملي ارادې مخه نشئ نیولی.

ولسمشر اردوغان وویل « لویدیځه نړۍ  نه غواړي چې ترکیه  پرمختګ او وده وکړي، په خپلو خپو ودریږي  . ددوی یواځنۍ موخه  د ترکیې د پرمختګ او ودې مخنیوی  دی. هغه وویل کله چې  لویدیځوال مشران  زمونږ سره اړیکې ټینګوي  پر ځای ددې چې  د کودتا پر مهال د ۲۳۹ تنو شهیدانو  او یا د څه باندې ۲ زرو تنو ټپیانو نه یادونه وکړي  سمدلاسه  د نیول شوو کودتاچیانو په اړه  خواشیني  څرګندوي.

ولسمشر اردوغان وویل چې  د ۲۰۲۳ کال  د اهدافو د پوره کولو په خاطر  پرمختګ ته دوام  ورکوو. نن  ورځ  په ترکیه کې  په اقتصادي، مالي او هیڅ برخه کې  د الله په فضل چې کومه ستونزه شتون نلري.

ولسمشر اردوغان د نړۍ په نورو هیوادونو کې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د ښوونځيو  په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل « دا ترهګریز سازمان د نړۍ په ۱۷۰ هیوادونو کې ښوونځي  لري چې په ډیرو کې د ښوونځیو د تړولو په بهیر پیل شوی دی. هغه  نوموړو هیوادونو ته خبرداری هم ورکړ که چیرې  دا ښوونځي ونه تړل شي او یا پدې اړه جدي تدابیر ونه نیسي په راتلونکې کې به د هغوې د ځان لپاره بلا وګرځي. »

ولسمشر اردوغان  ترکیې ته د فتح الله ګولن د اعادې  مسلې ته په اشارې سره وویل چې  د امریکا  متحده ایالتونو نه ترکیې ته د هغه د سپارولو په خاطر  رسمي غوښتنه شوې ده. پدې اړه ځیني اسناد او شواهد  امریکا ته سپارل شوي دي. په نږدې راتلونکې کې به د بهرنیو چارو او عدلیې د وزیرانو په ګډون یو هیت  واشنګټن ته سفر وکړي. هغه په امریکا غږ وکړ چې  د اعادې  بهیر  ونه ځنډوی  او هر څه ژر دا لوی ترهګر ترکیې ته وسپاري.

ولسمشر اردوغان  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د مشر د احتمالي تیښتې په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې  « دا د امریکا  مسولیت دی. امریکا  د هغه د تیښتې په صورت کې څرنګ ځواب ووايي.

ولسمشر اردوغان  ددې پوښتنې په ځواب کې چې  څو کلونه مخکې  فتح الله ګولن ته ترکیې ته د راتګ  بلنه ورکړ شوه  پدې اړه تاسې څه نظر لرۍ ؟ داسې وویل، هو څو ځله  هغه ته  هیواد ته د راستنیدو بلنه ورکړل شوه  خو هغه پدې ښه پوهیده  که چیرې هیواد ته راستون شي د هغه اصلي څیره به ټولو ته په ډاګه شي. د همدې امله په امریکا کې پاتې کیدو ته دوام  ورکړ.

ولسمشر اردوغان وویل چې  ترکیې ته د هغه د نه راستنیدو  پریکړه  د هغه  نده. ځکه چې هغه  د بل چا لخوا اداره کیږي. د هغې نه د ترکيې پر خلاف د یوې الې په توګه کار اخیستل کیږي.

ولسمشر اردوغان  د اګست په ۹ مه نیټه  د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین  سره  د لیدنې په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې « د نوامبر په ۲۴ مه  د روسي الوتکې د ویشتو نه وروسته دا لومړنۍ  مخامخ لیدنه ده. په لیدنه کې به د دواړو هیوادونو د اړیکو سربیره  د سوریې په مسلې  خبرې وکړي. »

 

 



اړوند خبرونه