تركيه د افغان كډوالو لپاره نوى جنت

په پاكستان كې د مېشتو افغان كډوالو پر وړاندې ددې هېواد د قاطع دريځ نه وروسته لسګونې افغانې كورنۍ له دې هېواده د وتلو لپاره لارې چارې لټوي.

539686
تركيه د افغان كډوالو لپاره نوى جنت

 

ددې كورنيو يو شمېر يې بېرته خپل ټاټوبي افغانستان ته ځي او ځينې نورې يې چې له اقتصادي پلوه يې حالت ښه دى د پاكستان پر ځاى د بديل هېواد په لټه كې دي.

په تركيه كې د بهرنيانو لپاره د غير منقول جايداد د اخيستلو په بدل كې د اقامې د اخيستلو  په اړه اړوند قانون پخوا نافذ شوى دى. ددې قانون په چوكاټ كې هر كال لسګونه زره بهرنيان غير منقول جايداد اخلي او په تركيه كې اوسيږي. افغانستان د عراق او سوريې د هېوادونو وروسته دريم هېواد دى چې وګړي يې په تركيه كې جايداد اخلي او تركيې ته راځي.

په انقره كې د شهباز د حقوقي او خدماتي شركت مشر مجيب فراهي وايي چې پدې وروستيو كې يو زيات شمېر افغانان چې په پاكستان كې اوسيږي، هڅه كوي چې تركيې ته راشي.

فراهي ټينګار كوي چې د تېرو ۲ مياشتو راهيسې د افغان مشتريانو كچه لوړه شوې ده. ددې مشتريانو ډېرى يې هغه كسان دي چې د كلونو راهيسې په پاكستان كې اوسېدلي دي او اوس غواړي چې خپل تركيې ته راشي.

ښاغلى فراهي تركيه د افغان كډوالو لپاره نوى جنت بولي. دا ځكه چې په تركيه كې د ټولنيزو او روغتيايي خدماتو او د ښوونې د زمينې له پلوه د نړۍ د بل هر هېواد په پرتله مناسب دى.

داسې رپوټونه هم را رسېدلي دي چې  په ځانګړي توګه د پېښور په ښار كې هغه افغانان چې پخوا يې ددې هېواد `شناختي كارټ` اخيستى او په سوداګرۍ بوخت دي، د شړلو د اصلي خطر سره مخامخ شوي دي. پاكستاني پوليسو هغه كسانو ته د ۱۰ زره كلدارو جايزه ټاكلې ده چې د هغو افغانانو په اړه ورته معلومات وركړي چې پخوا يې د پېسو په بدل كې `شناختي كارټونه` اخيستي وي.

مجيب فراهي ټينګار كوي چې ددې سوداګرو لپاره د كار او ژوند زمينه په تركيې كې مساعده ده. ځكه چې له قانوني پلوه دوى هېڅ ډول ستونزه نه لري او په راتلونكې كې د تركيې د تابعيت د اخيستلو چانس هم موندلى شي.

تركيه د بهرنۍ پانګې د جلب لپاره هڅه كوي چې په خپلو قوانينيو كې اسانتياوې رامنځته كړي. د بله پلوه په تركيه كې د غير منقول جايداد بيه هم د سيمې د بل هر هېواد په پرتله په مقايسوي ډول مناسبه ده.

ښاغلى فراهي وايي چې `` هغه افغان كډوال چې په پاكستان كې د اوسېدو له امله ستونزې لري او نه غواړي چې افغانستان ته لاړ شي، كولاى شي چې په تركيه كې د اوسېدو او كاروبار په اړه معلومات ترلاسه كړي.``



اړوند خبرونه