د اسلامي همکاریو تشکیلاتو سازمان د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د ترهګرو په لست کې شامل کړ
په ترکیه کې د ناکامې کودتا ترسره کوونکي د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو د سازمان لخوا هم د ترهګریز سازمان په توګه اعلان شو
د اسلامي همکاریو تشکیلاتو سازمان د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د ترهګرو سازمانونو په لست کې شامل کړ.
د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو سازمان دا پریکړه د سعودي عربستان د جدې په ښار کې په جوړه کړې غونډه وکړه.
پدې غونډه کې د فتح الله ګولن سازمان د ترهګرو سازمانونو په لست کې د شاملولو په خاطر رای اچونه وشوه. په رای اچونه کې پرته د مصر نه نورو ټولو غړیو هیوادونو موافقه رای وکاروله.
د بله پلوه مصر د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو لخوا د فتح الله ګولن سازمان د ترهګرو په لست کې د شاملولو په پریکړې اعتراض وکړ. مصر د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو د سازمان نه پدې پریکړې د بیا غور کولو غوښتنه وکړه.
د مصر استازي ویلي دي چې پدې مسله کې د قاهرې سره باید مشوره شوي وای.
د یادولو وړ ده چې په ترکیه کې د جولای په ۱۵ مه د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان لخوا د ناکامې کودتا د تشبص نه وروسته ترکیې د امریکا نه د یاد شوي ترهګریز سازمان د مشر فتح الله ګولن ترکیې ته د سپارولو غوښتنه وکړه.
ددې پرمختګ نه وروسته د مصر په خبري رسنیو کې ( مصر اماده چې فتح الله ګولن ته پناه) په څیر خبرونه خپاره شول.
د بله پلوه د اسلامي تشکیلاتو د سازمان په غونډه کې د مصر دې ډول دریځ د نورو غړیو سخت غبرګون پارولی دی.