ترکیې په فرانسه کې په کلیسا ترسره شوی خونړی برید په کلکو ټکو وغنده.
ترکیې د فرانسې برید وغنده
ترکیې په فرانسه کې په کلیسا ترسره شوی خونړی برید په کلکو ټکو وغنده.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې ترکیه د فرانسې د روان په ښار کې په کلیسا ترسره شوی برید په کلکو ټکو غندي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي په خواشینۍ سره مو خبرترلاسه کړ چې پرون د فرانسې د روان په ښار کې په کلیسا خونړی برید وشو چې له امله يي یو تن راهب ژوند د لاسه ورکړی دی.
په دیني مکانونو کې په عبادت کوونکو او دیني کسانو هر ډول برید په کلکو ټکو غندو.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دې برید یو ځل بیا دا په ډاګه کړه لکه څرنګه چې ترهګر د دین سره کوم تړاو نلري د بشریت سره هم تړاو نلري.
ترکیه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د فرانسې سره پوره ملاتړ کوي او د نوموړي هیواد سره به همکارۍ او همغږۍ ته دوام ورکړي. « د نوموړي برید له امله د فرانسې خلکو ته تسلیت وړاندې کوو او د پیښې ټپیانو ته د عاجلې شفا غوښتنه کوو.»
د یادولو وړ ده چې پرون د سهار په ساعتونو کې دوو تنو برید کوونکو چې په چړو سمبال ول په فرانسه کې په یوې کلیسا برید وکړ او د راهب په ګډون ۵ تنه يي یرغمل ونیول. برید کوونکو د کلیسا ۸۵ کلن راهب وواژه او ځیني نور يي ټپیان کړل. برید کوونکي د پولیسو لخوا د عملیاتو په لړ کې ووژل شول.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.
د نړۍ د اوو پرمختللي اقتصاد لرونکو هیوادونو (G7) سرمشریزه د ایټالیا په کوربه پيل شوه.